دوستم د ولسمشر د فرمان په مقابل کې؛ د جوزجان مرستیال والي معرفي ته نه پرېږدي

په جوزجان کې نن د ترکمن قوم لسګونو اوسېدونکو په اعتراضیه لاریون کې وايي چې د ولسمشرۍ لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او د جوزجان والي مولوي لطف‌الله عزیزي د جوزجان د ولایت مقام د مرستیال په توګه د عبدالقادر مالیه د معرفي کولو مخنیوی کوي.

د دوی په خبره، د ترکمن ملیت حقونه په‌دې ولایت کې تر پښو لاندې شوي او د ولسمشرۍ فرمان ـ چې د قانون اړوند دی ـ په‌دې ولایت کې اعتبار نه‌لري.

ورته مطالب:

لاریون کوونکي: پر دوستم د تورونو لړۍ بنده کړئ

ولسي جرګې هم هېواد ته د دوستم د راتګ هرکلی وکړ

د معترضینو استازی جوره پهلوان وايي، که دوستم او والي د دې کار له مخنیوي وانه‌اوړي؛ ټولې لارې به وتړي او هم به په بل هر اقدام لاس پورې کړي.

بل لورته د جوزجان سلګونه اوسېدونکي په اعتراضیه غونډه کې ګواښ کوي چې عبدالقادر مالیه د جوزجان د مرستیال والي په توګه نه مني او د هغه په وړاندې ودرېږي.

د دوی په خبره، ښاغلی مالیه د ارګ له لوري د ټاکنیز کمپاین د پر مخ وړلو له‌پاره د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري ګومارل شوی‌دی.

دوی زیاتوي، جنرال دوستم د ولسمشر د مرستیال په توګه د دولتي کارکوونکیو د ادلون ـ بدلون حق لري.

د جوزجان امنیه قوماندان فقیرمحمد جوزجاني وايي چې د جوزجان د والي مرستیال معرفي په پار هیڅ ستونزه نه‌شته او پولیس د قانون د پلي کولو له‌پاره چمتو دي.

په‌دې اړمو د ملي جنبش ګوند د ویاند او د جوزجان والي نظر اخېستلو هڅه وکړه؛ خو له پرله‌پسې اړیکو وروسته بیا هم بریالي نه‌شو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام