د کندوز ولایتي شورا او مدني فعالان: محلي حکومت له کورونا سره په مبارزه کې پاتې راغلی

په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې، د حکومت مرکزي ادارې سلګونه میلیونه افغانۍ په کندوز کې له کورونا ویروس سره مبارزې ته استولي؛ خو د دې ولایت ولایتي شورا او د مدني ټولنې یو شمېر فعالانو نن د یوې اعتراضیه غونډې پرمهال پر محلي حکومت تور پورې کړ چې له کورونا ویروس سره په مبارزه کې یې مديريت کمزوری دی او هغسې مبارزه یې نه ده کړې لکه څنګه چې تمه کېږي.

دغه راز د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي هم ټینګار کوي چې په دغه ولایت کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر له رسمي شمېرو ډېر ځله زیات دی او محلي حکومت له ویروس سره د مبارزې په تړاو حساب نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي دغه تورونه ردوي او وايي چې محلي حکومت له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړې کمېټې جوړې کړې دي.

په کندوز ولایت کې د کورونا ویروس د خپرېدو راهیسې، ۱۷۸ کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې ۳۸ بېرته روغ شوي او ۶ یې مړه شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام