
له هغه وروسته چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دوه کارکوونکي په کابل کې ووژل شول، دغه کمېسیون له اړوندو ادارو غواړي چې یاده پېښه وڅېړي، له جزیاتو یې خبر او پایله یې هم له کمېسیون او د قربانیانو له کورنیو سره شریکه کړي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دوه کارکوونکي فاطمه خلیل او احمدجاوېد پولاد د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د چسپکي ماین چاودنې له کبله ووژل شول.
که څه هم د پېښې یوه اوونۍ کېږي، خو لا یې هم کوم چا یا ډلې مسوولیت نه دی منلی.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییسې شهرزاد اکبر نن د یادو کارکوونکو په یادغونډه کې له مسوولو ادارو وغوښتل چې په دې اړه خپلو څېړنو ته دوام ورکړي، څو پایلې یې د قربانیانو له کورنیو او له دغه کمېسیون سره شریکې شي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاد کمېسیون پر دیني عالمانو، د لویې څارنوالي او رسنیو پر کارکوونکو، پر ټولنیزو او فرهنګي شخصیتونو او نورو ټولو هدفي وژنو د جدي څېړنې او د دغو پېښو د عاملانو په نښه کولو غوښتنه کوي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ټینګار کړی چې خپل فعالیتونو ته به په جدي توګه دوام ورکړي.





