
د هلمند د پوهنې ریاست چارواکي وایي، چې ۵۱ ښوونځي یې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په مرسته بېرته پرانیستي دي.
د هلمند د پوهنې رییس قدرتالله یعقوبي سلام وطنداره سره په ځانګړې مرکه وویل، چې په وروستیو ۵ میاشتو کې د هلمند شاوخوا ۵۱ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
دا وخت د هلمند ولایت یوازې دوه ولسوالۍ په بشپړه توګه د افغان دولت تر ولکې لاندې او پاتې نورو سیمو کې طالبان واکمن دي، چې د پوهنې پر بهیر یې اغېز کړیدی.
د هلمند د پوهنې رییس زیاته کړه، چې د دیني عاملمانو او قومي مشرانو په مرسته یې د تړلو ۱۳۰ ښوونځیو بیا پرانیستې په موخه هڅې ګړندۍ کړېدي.
ده خلګو ته ډاډ ورکړ، چی په راتلونکي ښوونیز کال کې به هېڅ ښوونځی تړلی پاتې نهشي او ټول ښوونځي به د زدهکونکو پرمخ پرانیستل شي.
ویل کېږي، چې له همدې ناامنۍ او تړلیو ښوونځیو له امله له څه باندې ۵ زرو له زدهکړو پاتې ماشومو زدهکوونکیو ته په کورونو کې د لیک لوست زدهکړې زمینه برابره شوېده.

د هلمند د پوهنې رییس همدارانګه زیاتوي، چې له ښوونځیو په لېرې سیمو کې د «جي پي اي» پروګرام له لوري شاوخو ا۲۶۶ کلیوالي ټولګي او ۴۱۹ جوماتونو کې د زدهکړو ټولګي جوړ شوي، چې شاوخوا ۲۲ زره ماشومان پهکې زدهکړې کوي.
بل لوری یو شمېر ځایي خلک وایي، چې اوس ان د طالبانو تر اغېز لاندې ځېنو سیمو کې هم یو شمېر ښوونځي پرانیستل شويدي.
دوی وایي، د هلمند په سویل لکه نادعلي، مارجې، ناوې، ګرمسېر، خانشین، دیشو او ګرېشک ولسوالیو سربېره په واشېر کې هم ښوونځي د زدهکوونکیو پرمخ پرانیستي دي.
هلمند ټولټال ۴۱۱ ښوونځي لري، چې لهدې شمېره ۱۳۰ یې لا هم تړلي دي.
په ۲۸۱ فعالو ښوونځیو کې شاوخوا یو سلو ۸۰ زره نجونې او هلکان زدهکړې کوي.
د یاد شمېر ښوونځیو سم نیمایي یې یا ترشنه اسمان لاندې او یا هم په کرایي کورونو کې د زدهکوونکیو لهپاره پرانیستي دي.





