د لوګر په ادارو کې د ښځو ونډه ۲۵ سلنې ته لوړه شوې

د لوګر د ښځو چارو رییسې شیما زرګر سلام‌وطندر ته ویلي، له پرله‌پسې هڅو وروسته بریالي شوي چې په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې په دولتي او نادولتي ادارو کې لوستو مېرمنو ته په بېلابېلو برخو کې د کارکولو اسانتیاوې برابرې کړي.

زرګر وایي، دوه کاله وړاندې د لوګر په دولتي او نادولتي ادارو کې د ګوتو په شمېر ښځینه‌وو دندې لرلې، خو اوس دا کچه ۲۵ سلنې ته لوړه شوې ده.

د لوګر ولایت د جندر امرې بلقیس سادات سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت له مرستیالۍ نه نیولې تر روغتونونو او ښوونځیو پورې مېرمنو د کار کولو چانس موندلی او په خوندي چاپېریال کې دندې سر ته رسوي.

سادات وایي، د پخوا په پرتله لوګر کې په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځينه کارکوونکو شمېر زیات شوی دی.

هغه د لوګر له ځايي مسوولانو غواړي چې په دغه ولایت کې نجونو ته د لوړو زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي، څو مېرمنې وکولی شي په بېلابېلو برخو کې لوړې زده‌کړې وکړي.

د لوګر اوسېدونکې او د ښځو برخې فعاله ګل‌غوټۍ وایي، په دولتي ادارو کې ګومارل شوې مېرمنې بسنه نه کوي او باید نورو مېرمنو ته هم په بېلابېلو ادارو کې د کار کولو لاره هواره شي.

د هغې په وینا، ولسمشر غني ورسره ژمنه کړې چې په دولتي ادارو کې به د ښځو د ګډون کچه ۳۰ سلنې ته لوړوي.

په لوګر کې ډېری مېرمنې د ښځو چارو، ښاروالي، عامې روغتیا او د پوهنې په ریاستونو کې دندې لري او ولسمشر د یوه حکم له مخې، رابعه ستانکزۍ د لوګر د والي مرستیاله وټاکله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام