
اعتراض کوونکي ادعا کوي، چې پخوانی جهادي قوماندان، په فاریاب ولایت کې د ولسي پاڅونوالو قوماندان او د ولایتي شورا د رییس پلار غلام قادر رحماني له دوو میاشتو راهیسې په پشتونکوټ ولسوالۍ او میمنې ښار باندې اوبه بندې کړې دي.
په همدې پار د میمنې ښار او پشتونکوټ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکیو په یوه اعتراضیه غونډه کې ګډون کړی و.
دوی وايي، دوه میاشتې کېږي، چې حاصلاتو ته یې اوبه نه دي ورکړي او د له منځه تللو په حال کې دي.
خو د فاریاب ولایت د ولایتي شورا رییس دا کار د دوی د کورنیو پر وړاندې توطیه ګڼي او وايي، چې د اوبو قطع کولو د دوو کلویو ترمنځ یوه حقوقي موضوع ده، چې باید د سیمه ییز حکومت له خوا ورته حل لاره پيدا شي، چې تر اوسه لا په دې اړه کوم اقدام نه دی شوی.
په ورته وخت کې د فاریاب والي سید انور سادات هم موضوع د تایید تر څنګ وايي، تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه اوبه په کوم اساس قطع شوې دي، خو وايي، چې د ولایتې ادارې له خوا یو پلاوی ټاکل شوی، چې ډېر ژر به دغې موضوع ته حل لاره پيدا کړي.
ده زیاته کړه، چې په راتلونکیو ۲۴ ساعتونو کې د اوبو ستونزه حلېږي او یادو سیمو ته به اوبه ورسېږي.
و مو غوښتل، چې په دې اړه د جهادي قوماندان غلام قادر رحماني نظر هم راواخلو، خو له ډېرو اړیکو سره – سره ونه توانېدلو.





