«ټولو ولایتونو کې به اعتراضونه پیل شي»

د افغانستان شمالي او شمال‌ختیځو ولایتونو په ګډون د ځېنو ولایتونو اعتراضونو په دوام کابل‌ښاریانو او د ملي جنبش ګوند پلویانو نن په کابل ښار کې اعتراضیه غونډه وکړه.

دوی د نورو ولایتونو معترضینو د غږ په بدرګه کولو سره کابل ته د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم راستنیدلو او فاریاب کې د ولسي پاڅونوالو قوماندان او د جنرال دوستم ځانګړي استازي نظام‌الدین قیصاري خوشې‌کولو غوښتنه وکړه.

معترضینو حکومت پر قومي تبعیض تورن کړ او د ولسمشر پر ضد يې شعارونه ورکول.

دوی خبرداری ورکړ، که غوښتنو ته يې رسیدنه ونه‌شي؛ پراخ لاریونونه به کړي.

معترضینو خبرداری ورکړ چې د اړتیا په صورت کې به د پرلت خېمې ودروي او را روانو ټاکنو سره به پرېکون وکړي.

دغه راز، د تخار ولایت څو ښارونه هم د پراخو لایونونو شاهدان وو.

هغو متعرضینو چې د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ او تالقانو ښار کې لاریون وکړ؛ د جنرال عبدالرشید دوستم بېرته راستنېدلو او نظام‌الدین قیصاري خوشې‌کولو غوښتنه يې وکړه.

د تالقانو ښار معترضینو د والي دفتر، څارنوالي او څو بهرنۍ موسېسې وتړلې.

دوی د حکومتي ادارو او بهرنیو دفترونو کارکوونکیو ته خبرداری ورکړ چې له‌دې وروسته خپل کار ته دوام ورنه‌کړي.

تخار کې د جنرال عبدالرشید دوستم د پلویانو لاریون نن ۱۳ مې ورځې ته وغځېد. معترضینو د تالقانو ښار په بېلابېلو سیمو کې د پرلت خېمې ودرولې. په همدومره وخت کې د تالقانو بازار تړلی و او معترضین هټیوالو ته د هټیو پرانېستلو اجازه نه ورکوله.

په ورته وخت کې مزار ښار هم نن د ملي جنبش ګوند پلویانو اعتراض کړی‌و. دوی چې له جمعې ورځې راهیسې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر تړلی؛ وايي چې د جنرال دوستم بېرته راتګ او نظام الدین قیصاري تر خوشې کولو پورې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

شاوخوا دوې اوونۍ کېږي چې د ملي جنبش ګوند او د افغانستان ژغورنې ایتلاف پلویانو د په فاریاب، جوزجان، بلخ، بدخشان او بغلان په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونو کې اعتراضونه کړي او د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم بېرته راستنېدلو او د نظام‌الدین قیصاري خوشې‌کولو غوښتونکي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام