
په امنیتي چارو کې د ولسمشر یوه پخواني سلاکار حبیبالله احمدزي له یوه خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې ادعا کړې چې په ارګ کې پراخ اخلاقي فساد روان دی.
له دې ادعا سره سم په ټولنیزو رسنیو کې کلک غبرګونونه ښودل شوي دي.
احمدزي پهدې مرکه کې له دندې د خپلې استعفا لامل په ارګ کې د فحشا ترويج په ګوته کوي او وایي، ځینې وزیران، سلاکاران او وکیلان په ارګ کې د فحشا په ترویج کې مخامخ لاس لري.
خو د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن په یوه خبري غونډه کې د حبیبالله احمدزي دغه کار غیراصولي او د عقدې پر بنسټ وباله او زیاته یې کړه، که ده د خپلې ادعا لپاره ثبوت لرلای، د رسنیو پر ځای به یې عدلي او قضایي بنسټونو ته وړاندې کړی و.

د چخانسوري په وینا، حبیبالله احمدزی باید د خپلې ادعا د ثبوت لپاره لویې څارنوالي ته سند وړاندې کړي.
بلهخوا د ولسمشري نوماندانو شورا هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ولسمشر پخواني سلاکار څرګندونې لړزوونکې او د زوړورتیا نښه بللې او زیاته کړې یې ده چې د احمدزي څرګندونو په اړه باید پراخې څېړنې وشي.





