د منفي پایلې په تمه؛ هغه حس و حالت چې هر څوک یې نه درک کوي

عزیز د هغه کس مستعار نوم دی چې له څو ورځو راهیسې خپلې مثبتې یا منفي پایلې ته په تمه دی.

عزیز مې هغه وخت ولیده چې په کور کې قرنطین و. هغه څه موده مخکې له ایرانه راغی، خو څو ورځې نه وې تېرې چې په ځان کې یې د کورونا ویروس د نښو په څېر ځینې نښې ښکاره شوې.

عزیز ژر د هرات یوه روغتون ته ځي او د ډېرو ستونزو له ګاللو او د څو ډاکټرانو د اړیکو پر بنسټ د کورونا د تشخیص معاینه کوي. اوس یې د معاینې پنځه ورځې وتلي، خو تر اوسه یې پایله نه ده په ډاګه شوې.

دغه ۳۴ کلن نارینه چې درې بچیان لري، اوس په کور کې دی او د خپلې معاینې پایلې ته شېبې شمېرې. هغه وايي، ډېره سخته ده چې کله خپل بچیان له لرې ویني، هو ناز نه شي ورکولی، خو «د خپل ځان او هغوی د ژوند خوندیتوب لپاره مې سل زړونه یو کړي او هڅه کوم چې ټولې روغتیايي سپارښتنې عملي کړم.»

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د پلي کېدو د ارزونې رییس خالد احدي سلام‌وطندار ته ویلي چې ښايي د عزیز پایله نن روښانه شي. د نوموړي په وینا، مخکې به د ناروغانو معاینې د تشخیص او ارزونې لپاره کابل ته لېږل کېدې، خو اوس دا کار په هرات کې کېږي.

کورونا ویروس اوس د نړۍ تر ټولو ګواښوونکی دښمن ګڼل کېږي. دغه ویروس د نړۍ د سترو ځواکمنو هېوادونو لکه امریکا او چین اقتصاد ته سخت زیانونه اړولي دي.

نړۍ تر اوسه نه ده توانېدلې چې د دغه ویروس لپاره واکسین جوړ کړي، خو نړیوال بنسټونه او هېوادونه دغې موخې ته د رسېدو لپاره د خپلو هڅو خبر ورکوي.

افغانستان د دغه ویروس له کبله یو زیانمن هېواد دی، خو سره له دې چې د کورونا ویروس په ټولنه کې خپور شوی، خو تر اوسه پر د اخته کسانو شمېر له ۱۴۵ او د مړو هغه له ۴ نه دی اوښتی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام