د ملي جنبش ګوند خبرداری؛ که جوزجان امن نه‌شي ټاکنې تحریموي

د جوزجان لسګونه اوسېدونکیو، د ملي جنبش ګوند پلویانو او قومي مشرانو د یوې غونډې په ترڅ کې حکومت ته خبرداری ورکړ، که‌چېرې د شمالي ولایتونو امنیتي وضعیت کې ښه‌والی رانه‌شي؛ را روانې ټاکنې به تحریم کړي.

د قومي شورا مشر عبدالمجید صمیم او د جوزجان د ځوانانو جنبش مشر قدرت‌الله وطن ادعا کوي چې شمال کې ناامنۍ پلان شوي چې راتلونکې پارلماني ټاکنې له درغلیو ډکې ترسره شي.

جوزجان کې د ملي جنبش ګوند پلویان او قومي مشران وايي، که‌چېرې مرکزي حکومت د هغوی غوښتنو ته ـ چې د ټاکنو شفافیتاو امنیت تامینول او شمال کې محاربوي عملیاتو کې د جنرال دوستم ونډه اخیستل دي ـ پام ونه‌شي؛ هر ډول اقدام به ترسره کړي.

د جوزجان امنیه قومندان فقیر محمد جوزجاني تاییدوي چې امنیتي ګواښونه زیات شوي؛ خو ډاډ ورکوي چې د پوځي عملیاتو په لاره اچولو سره به د طالبانو د فعالیت مخه ونیسي.

د جوزجان له ولسوالیو څخه چې کوم اطلاعات سلام‌وطندار ته رسېدلي، د دغه ولایت له لسو ولسوالیو یوازې یوه ولسوالۍ خوندي امنیت لري او پاتې ۹ ولسوالۍ تر لوړ امنیتي ګواښ لاندې دي.

ځېنې راپورونه دا هم وايي چې ان د پنځو ولسوالیو لارې هم د دولتي کارکوونکيو او ځواکونو پر مخ تړل شوي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام