د جوزجان ۳۰۰زره اوسېدونکي د څښاک اوبو له نه‌شتوالي سره مخ دي

د جوزجان د اقچې، مردیان، منګجک، فیض‌اباد او خانقاه ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وايي، دغو ولسوالیو کې د څښاک اوبو نه‌شتوالي دوی د مرګ له ګواښ سره مخ کړي او دا وخت یوه بوشکه اوبه له ۲۰ تر۵۰ افغانیو پورې په بیه اخلي.

د هغوی په وینا، نه د څښاک له‌پاره اوبه لري او نه هم د کښت او کار له‌پاره چې دغه ستونزه د ورځې په تېرېدلو سره زیاتېږي او حکومت هم دغو ولسوالیو ته د ټانکر په وسیله د اوبو لېږدول درولي.

د جوزجان د اقچې‌، منګجک او فیض‌اباد ولسوالیو اوسېدونکي رویا، اسدالله او محمد نبي سلام‌وطندار ته وايي، که د بیې اوبه هم پيدا شي؛ له ۴۰ کیلومترۍ لېرې ځایه یې راوړي.

دوی وايي، اوبه لري؛ خو پرته له حیوان یې انسان نه‌شي استفاده کولی.

د جوزجان مرستیال والي عبدالرحمان محمودي تاییدوي چې د دې ولایت ۳۰۰زره اوسېدونکي د څښاک اوبو له کموالي سره مخ دي او که حکومت دې ستونزې ته لاس‌رسی ونه کړي؛ هغه څه چې دی یې انساني ناورین بولي رامنځته به شي.

د ځمک‌پېژندونکیو په وینا، د ګازو د کانونو له امله، د جوزجان یو شمېر سیمو کې د ځمکې لاندې اوبه د ګټې اخیستلو وړ نه‌دي او د دې ولایت د ځمکې لاندې اوبه خپل ترکیب کې سلفر لري چې اوبه یې خرابې کړې‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام