.jpg)
د ژمي په سړو ورځو کې یو ګهیځ په پیرکیو ورپېښ شوم.
پیرکي پلورنکی ډیر خوشاله ښکاریده، ویل یې له خپل کاروباره خوښ دی، حاجي هم و، خلکو د حاجي جاوید په نوم یاداوه. نوموړی د کابل ښار له ګڼې ګوڼې په ډکه سیمه کې د پېرکیو پخولو څه ناڅه لویه کراچۍ لري او د کار په سیمه کې یې شاوخوا ګاونډیان د پېرکي پلورونکي میلیونر په نوم پېژني.
دی وايي، چې له شاوخوا ۲۰ کلونو راهیسې پېرکي پخوي خو کابل ته نږدې ۹ کلونه مخکې راکډه شوی دی.
نوموړي د کار له پاره د خپلو ورونو او زامنو څخه وړه کاري ډله جوړه کړې ده چې هر یوه ته یې خپل کار ور بېل کړی دی.
یو یې پېړې(ذغالې) جوړوي، بل یې هواروي، په همدې تر تیب بل یې د پخولو او وروستی کس یې د مشتریانو پر چوپړ بوخت وي.
حاجي جاوید وايي، چې هر ورځ یې له ۸۰۰ -۱۰۰۰ پورې پېرکي پلوري او دروځې له ۹ تر ۱۰ زرو افغانیو پورې کار کوي.
دی وایي، له همدې لارې یې کور جوړ کړی، موټر لري او مور یې حج ته لېږلې ده.
.jpg)
د جاوید له مشتریانو څخه مې وپوښتل، چې ولې د ده پېرکي خوښوي؟ ويل يې، چې دی تازه او خوندور پېرکي پخوي.
دغه مشتران وايي، چې د ده د لاس پېرکي ځانکړی خوند لري او په ځانګړې ډول روغتیا ساتنې او پاکوالي ته ډېر پام کوي.
مشتریان یې تر ډیره پر دې هم خوښ وو، چې غوړي یې ډیر ځله نه کارول او ژر ژر به یې تازه کول.
دوی وويل، چې حاجي جاوید په پاتې شویو غوړیو کې بیا پخلی نه کوي.
د دولتي ادارو مامورین هم له ده، څخه پېرکي اخلي نوځکه خو یې نوم وتلی دی.
حاجي جاوید له افغان ځوانانو غواړي، چې د وزګارتیا په پلمه دې هیواد نه پرېږدي او د کار موندنې له پاره دې نوښت وکړي.
دی وايي، ځوانان دې له وړو او ساده کارونو کاروبار پیل کړي.
.jpg)





