
د هرات د استيناف محکمې مسوولان وايي، چې دا کسان په بېلابېلو پېښو، لکه قتل، انسان تښتونه، نشه یي توکو او وسلو د قاچاق له امله مجازات شول.
دا ډاګیزه محکمه چې نن (یکشنبې د اګسټ پر ۷مه) د هرات ولایت د استیناف محکمې د رییس قضاوتمند محمد شعیب ابراهیمي له خوا جوړه شوې وه؛ ۱۳ تنه د انسان تښتونې په جرم په اعدام محکوم شول او د یوې ښځې په ګډون ۴ تنه له یو کال نه تر ۲۰ کلونو پورې په بند محکوم شول.
ابراهیمي په دې محکمه کې وویل، چې د سړي تښتونې دې ډلې څه موده مخکې په څو پېښو کې د هرات ولایت ۱۱ تنه تښتولي وو، چې ۳ تنه یې وژلي، ۵ یې د پيسو په بدل کې خوشې کړي وو او د پاتې ۳ تنو برخلیک تر اوسه نه دی معلوم.
هغه زیاته کړه، چې یاد کسان د استېناف غوښتنه کولی شي.
په دې تورنو کسانو کې یو تن بل د هرات د استیناف محکمې له خوا برائت ترلاسه کړ.
ابراهیمي په دې ډاګیزه غونډه کې وویل، چې د هغو ۷ تنو د استوګنې ځایونه، چې د پټنځای او ساتنځای په توګه ترې ګټنه کېدله او له خلکو یې په زور نیولي وو؛ د اختطاف قانون د ۲۲مې مادې له مخې متضررو کسانو ته سپارل کېږي.

هغه کورنۍ، چې ماشومان او د کورنۍ غړي یې د دې خلکو له خوا تښتول شوي او بیا په قتل رسېدلي وو؛ له محکمې نه غواړي، چې دا کسان دې په ډاګیزه توګه اعدام شي.
شریف کیهان وايي، چې دوه کاله مخکې همدې کسانو د ده پلار له ښاره کرخ ولسوالۍ ته یووړ او تر اوسه پورې یې مړی او ژوندی ورک دی.
امید احمدي هغه څوک دی، چې د همدې انسان تښتوونکیو له ډلې درېیو تنو یې زوی وتښتولو او له څه مودې وروسته یې ورته زنګ ووهلو، چې ۳۰ لکه افغانۍ دې وروړي؛ ګنې زوی یې وژني، خو ده ورته ویلي وو، چې دې ۲ لکه افغانۍ لري او کولی شي، چې ور یې کړي، چې دوی ورته په مقابل کې وویل، چې ورشه او له پلاني ځایه دې د زوی جسد یوسه.
څو ورځې مخکې هم د هرات استیناف محکمې ۲ تنه پر اعدام محکوم کړي وو.





