
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معینه ماموسۍ زیور نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د هغو کسانو شمېر ـ چې په ایډز اخته دي ـ ۵ زرو او ۹ سوو ته رسېږي چې ۴.۴ سلنه یې د پېچکارۍ د زرقولو په وسیله روږدي دي.
د مېرمن زیور په وینا، تېرو لسو کلونو کې دغه شمېر هېڅ بدلون نهدی کړی چې دا مهمه لاستهراوړنه شمېرل کېږي، پهداسې حال کې چې ټولو هېوادونو کې د پېچکارۍ زرقولو په وسیله د روږدو کسانو شمېر لوړ شویدی.
د عامې روغتیا وزارت معینه وايي، تېر یو کال کې هېواد کې ۲۸ کسانو په ایډز ناروغۍ د اخته کېدو په دلیل ژوند له لاسه ورکړیدی.
د دې په خبره، په ننګرهار، بلخ، کندهار، کابل او کندوز کې روغتونونه د اېډز ناروغانو ته اساسي روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
مېرمن زیور همدارنګه وايي، هغوی د مخنیوونکیو پروګرامونو په عملي کولو او د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو سره د دې شمېر د راټيټولو هڅه کړې.
هاخوا د عامې روغتیا وزارت د ایډز کنټرول ملي پروګرام مشر نقیبالله همدرد وايي، افغانستان د اضرار کموالي نړۍوال راپور کې ښه ځای نیولی او دا یو مثبت ګام دی.
د ښاغلي همدرد په وینا، تېره یوه لسیزه کې عامو خلکو کې د ایډز ناروغۍ کچه صفر اعشاريه صفر یو ته او د پېچکارۍ زرقولو په وسیله روږدو کې ۴.۴ سلنه او تر ګواښ لاندې ښځو او نرینهوو کې ۰.۳ او ۰.۴ سلنه پاتې شوېده.
دا پهداسې حال کده چې د عامې روغتیا وزارت مسوولان تېر کال په ایډز ناروغۍ د اخته کسانو شمېر کې له کموالي خبر ورکړی او ویلي وو، له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې کړنلارې په عملي کولو سره په ایډز ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۷۵۰۰ څخه ۵۹۰۰ ته ټیټ شویدی.
ورته مطالب:
نن د ایډز یا HIV سره د مبارزې نړیواله ورځ ده





