جوزجان کې د خبریالانو اعتراض

د جوزجان خبریالانو د کورنیو چارو وزارت د وروستۍ تګلارې پر وړاندې خپلې خولې وتړلې. دوی وايي، دغه پرېکړه د ناقانونه پرېکړو زیاتوالي لامل کېږي او باید په اړه یې له سره غور وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د رسنیو د ملاتړ ټولنې رییس عبدالمجیب خلوتګر هم نن د ازادو خبریالانو په غونډه کې وویل چې د کورنیو چارو وزارت تګلاره اطلاعاتو ته د لاسرسي حق محدودوي.

خلوتګر زیاتوي، د کورنیو چارو وزارت تر یادې پرېکړې وروسته د خبریالانو تر ۵۰ زیات شکایتونه یې ثبت کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې د دغه وزارت د کارکوونکیو له لوري د ځینو مالوماتو د نه خپرولو لارښوونه وکړه.

د دغې تګلارې خپرول «د حساسو مالوماتو د خپرېدو مخنیوی، په اداري، عملیاتي او سټراټېژیکو چارو کې د وظیفوي رازونو ساتل، د دغه وزارت د نظامي او ملکي کارکوونکیو د هویت پټ ساتل او د پولیسو په وړاندې د شته ګواښونو راکمول» یاد شوي دي.

د یادې تګلارې په یوه برخه کې د کورنیو چارو وزارت له ټولو کارکوونکیو غوښتل شوي چې «د ګومارنو، تبدیلۍ، ترفېعاتو او د نورو ذاتي برخو او عریضو په اړه د لوړپوړیو چارواکیو د فرمانونو او حکمونو» په اړه د ټولنیزو رسنیو په ګډون، په چاپي، تصویري او غږیزو رسنیو کې خپاره نه‌کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام