د کابل اعتراض کوونکو د اعتراض موده نهمې ورځې ته ورسېد

په کابل ښار کې د تېرې اوونۍ خونړي برید وروسته ځينو اوسيدونکو پر حکومت د نیوکو او له خلکو سره د غمرازۍ په پار په لاریون لاس پورې کړ، چې وروسته بیا په تاوتریخوالي واوښت.

له هغه وروسته اعتراض کوونکو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې خیمې ولګولې، چې د دوی د دغو اعتراضي خیمو موده نن نهمې ورځې ته ورسيد.

د دغه لاریون کونکو د غورځنګ ویاند رامش نوري سلام‌وطندار ته وویل، چې که حکومت د دوی د غوښتنو سره سم د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر ګوښه نه کړي دوی اړ دي چې د خپلو غوښتنو منلو په موخه یو سیاسي مرکز جوړ کړي.

" که د اعتراض کوونکو غوښتنې ونه منل شي موږ به یو بل شکل سره یو سیاسي مرکز جوړ کړو چې په دې برخه کې به موږ د سیاسي ګوندونو او نورو سیاسي خوځښتونو سره د بدلون خبرې وکړو"

نوري زیاتوي، چې دوی له حکومت سره خبرې نه کوي او یوازې تېره ورځ يې د ولسي جرګې  له یو شمېر غړو سره د لیدنې پرمهال د یوې ورځې ملي ماتم اعلانول وو چې هغه غوښتنه يې ومنل شوه.

په همدې حال کې د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې یوشمېر وکیلانو وویل، چې اعتراض کوونکي باید خپلې غوښتنې په داسې کچه مطرح کړي چې د منلو او اجرا وړ وي.

د ولسي جرګې غړی انجینر ذکریا ذکریا وايي:

" لاریونونه او مدني حرکتونه چې د یموکراسۍ تمثل دی دی باید د دیموکراتیک نظام پلویان وي او غوښتنې هم باید په داسې کچه نه وي د منل نه وي او ګډوډ رامنځته کړي".

د ولسي جرګې غړي له حکومته غواړي چې ډير ژر دې د اعتراض کوونکو سره هوکړې ته ورسیږي او د دوی تحصن دې پای ته ورسوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام