د افغان ـ ترک ښوونځیو مدیریت د ترکیې دولت ته وسپارل شو

د افغان ـ ترک ښوونځیو مدیریت رسما د ترکیې دولت ته وروسپارل شو. دغه پرېکړه د اقتصاد، پوهنې، بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو او د ملي امنیت شورا او د ملي امنیت لوی ریاست ګډ کمېسیون له‌خوا شوې ده.

د ترکیې د پوهنې وزیر عصمت یلماز وايي، له دې وروسته د افغان ـ ترک ښوونځیو کیفیت به له دې هم زښت ښه او د ښوونځیو شمېر به یې هم زیات شي.

ښاغلي یلماز دغه راز وویل، چې د شهیدانو کورنیو غړیو ته ۱۰ سلنه تخفیف ځانکړی کوي او ټولټال به د دې ښوونځیو په فیس کې ۲۰ سلنه کموالی راشي.

د پوهنې وزارت د خپرونو رییس کبیر حقمل وايي، دغه پرېکړه د افغانستان په ګټه او د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه کېدو په برخه کې ښه ګڼي.

خو د افغان ـ ترک ښوونځیو د کورنیو غړي دغه لېږد ناقانونه بولي.

د افغان ـ ترک ښوونځیو د زده‌کوونکیو کورنیو غړیو د دغې پرېکړې له عملي کېدو وروسته په کابل کې د افغان ـ ترک په ښوونځیو کې د تحصن خېمه درولې. ټاکل شوې دغه کورنۍ سبا ته لاریون وکړي.

د افغان ـ ترک ښوونځي په تېرو ۲۰ کلونو په ځانګړي ډول په دغو لسو کلونو کې ترټولو باکیفیته ښوونځي دي. د دغو ښوونځیو زده‌کوونکیو په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې ښې لاسته راوړنې لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام