
اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار کمېسیون مسوولان وايي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دې کمېسیون له جوړېدو راپهدې خوا ورسره همکاري کړې نهده.
اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار کمېسیون رییس سیداکرام افضلي اطلاعاتو ته د لاسرسي نړېوالې ورځې نمانځنې غونډې کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په بېکفایتۍ تورن کړ.
د نوموړي په وینا، یاد وزارت نهیوازې له کمېسیون سره همکاري کړې نهده، بلکې د کار په وړاندې یې خنډونه هم جوړ کړي دي.
خو د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د بیان ازادۍ برخه کې د حکومت کارونه د ستایلو وړ بولي او ټینګار کوي چې حکومت په تېرو څو کلونو کې د بیان ازادۍ بشپړ ملاتړ کړی دی.
اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار کمېسیون ۳ کاله وړاندې جوړ شو، خو د دې کمېسیون مسوولانو پهدې موده کې څو ځله حکومت تورن کړی چې له کمېسیون سره همکاري نهکوي.





