
د بدلون خوځښت یا جنبش رستاخیز ځينې غړي وايي، چې دوی د روژې مبارکې میاشتې په خاطر د کابل له عمومي سړکونو خیمې لرې کړلې، خو له حکومته يې هم غوښتنه وکړه، چې خلکو ته مزاحمت و نه کړي او ښار دې له سیمنټي دیوالونو او کانټینرونو پاک کړي.
د کابل ښار په مهمه ډیپلوماټیکه سیمه کې خونړي چاودنې سلګونه ملکي وګړي ووژل او ټپيان کړل.
د دغو وژنو په غبرګون ځينو کابل میشتو لاریون وکړ او له لاریون وروسته يې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د تحصن خیمې ووهلې.
دوی د خپل دغه خوځښت له پاره د نوم ايښودلو په لټه شول او جنبش رستاخیز نوم يې ورته غوره وباله، چې وروسته يې بیا پښتو ژباړه د بدلون خوځښت کړ.
دوی د سې شنبې پر ورځ کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې د تحصن یو شمیر خیمې د روژې په میاشت کې وطنوالو ته د اسانتیاوو په پار لرې شوي او دا حکومت سره د جوړجاړي معنا نه ورکوي.
ددغه خوځښت غړي ذبیحالله شادان د معترضینو د اعلامیې ۵ مې مادې د لوستلو پر مهال وویل، چې د دوی غوښتنې پر خپل ځای دي.

په اعلامیه کې معترضینو له حکومته غوښتې چې کابل کې د لارو بندیدو پر وړاندې موانع باید لرې کړي.
«اوس د افغانستان خلکو غوښتنو او روژې احترام لهپاره او دغه راز د ملي شورا استازو غوښتنې په احترام مو پریکړه وکړه چې د تحصن یو شمیر خیمې ټولې کړو او له حکومتي چارواکو غواړو چې ټولې هغه عمومي او فرعي لارې چې زورواکانو د سیمنټي دیوالونو او کانټینرونو په واسطه تړلي دي ژر تر ژره د وطنوالو پرمخ خلاصې کړې.»
دوی د خپلو اعتراضونو پر مهال د ولسمشر محمد اشرف غني، اجرایه رییس ډاکټر عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د ګارنیزیون قوماندان ګل نبي احمدزي په ګډون د نور لوړپوړو دولتي چارواکو د استعفاوو غوښتنې کولې.





