
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په کابل کې «عدلي او قضايي بنسټونو کې د ښاریانو پرانیستي عدالت او رول» په نوم یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، عدلي او قضايي بنسټونه دې د افغانانو حقونو تامینولو او روڼتیا لپاره علني محاکمې وکړي.
د دانش په وینا، په عدلي او قضايي بنسټونو کې د ښاریانو شکایتونو ته د رسېدو میکانیزم جوړولو په برخه کې ګامونه پورته شوي دي.
په همدې حال کې پر روڼتیا د څار بنسټ رییس سیداکرام افضلي هم د علني محکمو پر جوړولو ټینګار کوي او وايي، عدلي او قضايي بنسټونه دې له متضررینو سره مشوره وکړي او اطلاعات دې له خلکو سره شریک کړي.

د نوموړي په وینا، عدلي او قضايي ادارې ډېرو اصلاحاتو ته اړتیا لري او باید د خلکو پوښتنو ته ځواب ووايي.
د هېواد د اساسي قانون په ۱۲۸مه ماده کې لیکل شوي چې د افغانستان په محاکمو کې محکمه باید په علني ډول وشي، خو په عمل کې دغه مورد ډېر کم تر سترګو کېږي.





