ارګ: طالبانو په تېرو ۲ میاشتو کې ټولګټو تاسیساتو ته درانه زیانونه اړولي

په تېرو دوو میاشتو کې په کندوز، فاریاب، اروزګان، هلمند، ننګرهار، غزني، سرپل، پکتیا، بغلان او بادغیس کې د طالبانو بریدونو زور اخیستی وو.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د شنبې په ورځ (اکټوبر۲۹مه) په کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې په دې موده کې د سر زیان ترڅنګ ټولګټې ځایونه هم په جګړو کې زیانمن شوي دي، چې اصلي لامل يې وسله وال طالبان ښودل شوي دي.

په ۱۱ ولایتونو کې چې نوم مې يې واخیست ۳۰۲ ښوونځي له منځه تللي دي هر ښوونځی چې له منځه ځي زرګونه ماشومان او تنکي ځوانان له زده کړو محرمیږي.

د ولسمشر مرستیال ویاند زیاتوي، چې کندوز،هلمند او ننګرهار ولایتونه تر ډیره د طالبانو له ګواښ سره مخ وو.

د ارګ د شمیرو پر بنسټ، طالبانو په کندوز کې ۹۱ ښوونځي، ۱۱۰ کیلومتره سرک او ۴۴ هټۍ ویجاړې کړي.

د مرتضوي پروینا، د ویجاړ شویو ټولګټو تاسیساتو زیان ۲۱۴۹ میلیونه افغانۍ اټکل شوی

د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ وسله والو نښتو کې زیات شمیر پوځي او ملکي وګړي وژل او ټپیان شوي او زرګونه کورنۍ له هلمند، کندوز او ارزګان ولایتونو نورو سیمو ته کډه شوې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام