.jpg)
هرات کې یوشمېر کورنۍ خپل هغه ماشومان چې ذهني او جسمي کمزوري وي، پر سړکونو پرېږدي.
د هرات روغتون مسوولان د دغه ولایت پر سړکونو له ذهني او جسمي اړخه د کمزوریو ماشومانو پرېښودل د اندېښنې وړ بولي.
دوی وایي، د سږ کال له پیله تر اوسه ۳ ماشومان چې د ذهن او جسم له اړخه کمزوري دي، دغه روغتون ته څېرمه پر سړکونو پرېښودل شوي دي.
د هرات روغتون سرطبیب عارف جلالي سلاموطندار ته وویل چې تېر کال هم ۳ ماشومان چې ذهني کمزوري یې لرله، د کورنیو له لوري یې د هرات ښار پر سړکونو پرېښودل شوي وو.
د نوموړي په وینا، تازه بېګاه شپه هم یو ۸ کلن ماشوم چې ذهني کمزوري لري، د کورنۍ له لوري یې د یاد روغتون مخې ته د سړک پر سر په سړه هوا کې خوشې شوی و.
اوس دغه ماشوم د هرات په روغتون کې بستر دی.
.jpg)
جلالي د کورنیو پر بېمسوولیتۍ او د انسان دوستۍ احساس پر له منځه تلو د نیوکې ترڅنګ وايي، یوشمېر کورنۍ هم په دې وروستیو کې د پاخه عمر لرونکي کسان د هرات روغتون په انګړ کې پرېږدي.
د دغه روغتون مسوولان د کار او ټولنیزو چارو له ریاست او د ماشومانو له ملاتړ بنسټونو غواړي چې د سړک پر سر پرېښودل شويو ماشومانو ته پام وکړي.
د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست د تامینانو عمومي مدیر محمدنعیم صابر هم پر سړکونو د یادو ماشومانو پرېښودل د ټولنې ستره ستونزه بولي.
هغه وايي، حکومت د دا ډول ماشومانو د ساتلو لپاره کومه بودیجه نه ده ورکړې او یوشمېر کورنۍ د بېوزلۍ له کبله پر دغو ماشومانو درانه کارونه کوي.
د صابر په وینا، اوس شاوخوا ۵۰۰ ماشومان چې ذهني او جسمي کمزوري لري، په دغه ولایت کې دي.
هغه زیاتوي، د یادو ماشومانو د ساتلو لپاره به په هرات کې یو مرکز جوړ کړي.





