.jpg)
په ولسي جرګې کې د غزني ولایت استازو نن د دې جرګې په عمومي غونډې کې د یاد ولایت مالستان او جاغوري ولسوالیو امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او تور یې پورې کړ چې حکومت د یوه قوم امنیت ته پام نهکوي.
د دوی په وینا، یادو جګړو کې ګڼو نظامیانو او ملکیانو ته مرګژوبله اووښتې او دوی به پهدې اړه بروکسل غونډې ته هم خپل شکایت وړاندې کړي.
د ولسي جرګې غړې شاهګل رضايي امنیتي ځواکونه په بېغورۍ تورن کړل او زیاته یې کړه، حکومت باید د یادې جګړې او له کبله یې د ګڼشمېر کورنیو بېځایه کېدو مخنیوي لهپاره مخکې له مخکې تدابیر نیولي وای.
په ولسي جرګې کې د غزني وکیلانو د یاد ولایت جګړې په اړه د جرګې له لوري د بېړنۍ غونډې وړاندیز وکړ، خو د ولسي جرګې یوشمېر نور وکیلانو د هغوی پر څرګندونو نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې یوازې د غزني ولایت امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ نهدی، بلکې ګڼشمېر نور ولایتونه هم له ورته سرنوشت سره مخ دي.
د دوی په وینا، د هېواد امنیت هاغه مهال نیول کېدای شي چې موږ له قومي او سیمهییزو موضوعاتو تېر شو او د افغان په نوم په ګډه د خپلې خاورې لهپاره کار وکړو.
د ولسي جرګې غړې ارین یون په جرګه کې د غزني استازي په قومي چلن تورن کړل او زیاته یې کړه، له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې د غزني ولایت په شاوخوا ۱۴ ولسوالیو کې امنیتي وضعیت سم نه و او وکیلانو یې په اړه هېڅ نه ویل، خو اوس د یوازې دوو ولسوالیو لهپاره ستوني څېروي.
دغه راز د ولسي جرګې بل غړي قدرتالله ذکي وویل، د ټول هېواد امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله.
نوموړي زیاته کړه، کندوز دوه ځلي سقوط شو، د تخار، بدخشان، فراه، هرات، غزني او فاریاب ولایتونو ولسوالۍ سقوط شوي او د هېواد په نورو ولایتونو کې هم امنیتي وضعیت سم نهدی؛ نو پهکار ده چې د هېواد امنیتي وضعیت په اړه عمومي بحث وشي.
.jpg)
د ولسي جرګې د نن ورځې په عمومي غونډې کې پرېکړه وکړه چې د امنیتي ادارو مسوولان دې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د دې جرګې عمومي غونډې ته د هېواد، په ځانګړې توګه د کندوز، تخار، غزني او یوشمېر نورو ولایتونو په اړه مالومات ورکړي.





