
سبا ورځ (چهارشنبه) د جون میاشتې ۲۰ مه د پناغوښتنې نړۍواله ورځ ده. د نړۍ پناغوښتونکیو نفوس ۱۵ سلنه افغانان جوړوي؛ له دې کبله د پناغوښتنې نړۍوالې ورځې په مناسبت نن ورځ (سه شنبې) په کابل کې مراسم جوړ شوي وو.
په دغو مراسمو کې د کډوالو او بېرته راستنیدونکیو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي وویل افغانستان په نړۍ کې دویم هغه هېواد چې زیات شمېر پناغوښتونکي لري او دا مسله سبب شوې دغه وزارت د اړوندو بنسټونو په مرسته د پناغوښتنې چارو مسوده جوړه کړي چې د عدليې وزارت له بیا کتنې وروسته به ولسي جرګې ته واستول شي.
مخکې تردې په افغانستان کې د پناغوښتنې په چارو کې د قانون نهشتوالي له امله افغانان د پناغوښتنې پرمهال له زیاتو ستونزو سره مخامخ وو، خو د کډوالو او بېرته راستنیدونکیو چارو وزیر په وینا د دې طرحې له قانوني کیدو سره به پناغوښتنه قانوني شي.

د کډوالو او بېرته راستنیدونکیو چارو وزیر په وینا، د جګړې او ناامنیو زیاتیدو سره په وروستیو میاشتو کې د کورنیو بېځایه شویو شمېر زیات شوی دی او د دغه وزارت شمېرې ښيي چې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې ۳۳۲ زره ۴۵۳ کسان هېواد ته بېرته راستانه شوي او له دې ډلې ۳۲۰ زره پناغوښتونکيو په ایران او پاکستان کې اړولي دي. په ۱۳۹۵ کال کې هم څه باندې ۶۰۰ زره کسان هېواد ته راستانه شوي وو.
دا داسې مهال دی چې اوس هم په ټوله نړۍ کې له ۶ میلیونو زیات افغانان پراته دي چې ځینې يې کډوال او ځینې نور يې پناغوښتونکي دي.





