معلول سرتېری خیرات غواړي؛ ښځه یې طلاق

دا سرتېری فضل‌الحق نومېږي، چې اوسمهال د بغلان په پلخمري کې د بې‌برخلیکه سرنوشت د خوندیتابه په پار په دې ښار کې خیرات راټولوي.

د ملي پوځ د دغه سرتېري سلام وطندار ته وویل، د خیرات په راټولولو سره ورته ځان ډېر حقیر ښکاري او له ژونده ستړی شوی‌دی. د ده پر وینا، ډېر ځله یې د ځان وژنې هڅه کړې؛ خو مور يي د دې کار مخنیوی کړی‌دی.

فضل‌الحق زیاتوي، چې مېرمنې یې له کوره شړي او خبرداری ورکوي، که یې سمه نه‌شي ساتلی؛ طلاق دې ورکړي. دی اوس په دوو کې راګېر دی، له یوې خوا د مېرمنې نه طلاقول او له بلې خوا د خپلو دوو ماشومانو بې‌برخلیکه ژوند.

فضل‌الحق په خبره، چې په بېلابېلو ولایتونو کې يې ۶ کاله د هېواد د دفاع په پار یې د دولت د وسله‌والو مخالفانو پر ضد جګړه کړې خپله پښه وبایلله. دی له معلولیت مخکې په کابل کې د انجینیرۍ په کنډک په دنده بوخت و.

فضل‌الحق وايي، د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو له‌پاره تر دفاع وزارته پورې تللی؛ خو چا یې غږ نه‌دی اورېدلی.

د ده پر وینا، په بغلان کې یې د خپل کور له پلورلو وروسته هم ژوند تضمین نه‌شو او اوس بلاخره د سړک په غاړه پروت دی او د خیرات په راټولولو سره خپل ژوند تېروي.

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، چې د بغلان ولایت د ملي پوځ ټولو وژل شویو او ټپي شویو حقوق يي استولي دي. ده زیاتوي، دا چې فضل‌الحق خپل حقوق نه‌دي ترلاسه کړي؛ ښايي هغه خپله بې‌غوري کړې‌وي.

ده په ټینګار سره وویل، که یې رښتیا هم خپل حقوقو نه‌وي ترلاسه کړي؛ خپل ټول اسناد دې پېژندونه ته یوسي حتمي به حقوق ورکړل شي.

پخوانی سرتېری فضل‌الحق زیاتوي، هر ځل چې د خپلو حقوقو ترلاسه کولو په موخه حکومتي بنسټونو ته ورغلی؛ له ده نه د بډو اخیستلو غوښتنه شوې، چې د نه‌شتوالي له امله یې خپل کار په نیمه کې پرېښی دی.

دی همداراز وايي، چې د خپلو حقوقو ترلاسه کولو له‌پاره پېژندګلوي او مالي ملاتړ نه‌لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام