طالبانو سره بندي سرتېری له لوږې مړ شو

نذرالله له اختر يوه اوونۍ  وړاندې د کندوز – خان‌اباد لويه لار لودي سيمه کې د طالبانو له لوري برمته او د اختر په دويمه ورځ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې خوشې کېږي.

د نذرالله د کورنۍ په وينا، نوموړی هغه مهال طالبان برمته کوي چې کله کندوز ښار ته درملنې لپاره روان و. طالبان ناروغ نذرالله يوه اوونۍ له ځان سره ساتي او د ډېرې ناتوانۍ له کبله مړ کېږي.

د نذرالله ورور صبغت‌الله چې د ورور د مړينې په اړه وايي، دردوونکې ده. صبغت‌الله  چې اصلي د بدخشان  د کشم ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي،  ورور يې د اختر د رخصتيو لپاره چې کور کې يې تېرې کړي، راغلی و چې ناروغ شو او بيا يې د سفر هڅه وکړه چې د طالبانو لاس ته ولوېد.

 د صبغت الله په وينا، طالبانو نذرالله يوه اوونۍ پوره شکنجه کړ او نه يې ډوډۍ ورکوله او نه هم اوبه.

نوموړی وايي، د اختر په دويمه ورځ يې ټلفوني اړيکه ترلاسه کړه چې ورته وويل شول ورور يې خوشې کېږي او چې کله يې تسليمي لپاره ورځي، لاسونه او پښې په زنځيرونو تړل شوي او د ژوند په کې يوازې ساه وه او بس. صبغت الله وويل، د نذرالله ټول بدن د ډېرې شکنجې له کبله تور اوښتی و او ژوندي پاتېدو لپاره يې هیله نه وه موجوده.

کندوز کې د بشر د حقونو د خپلواک کميسيون د ځايي دفتر رييس سید حفیظ‌الله فطرت د طالبانو له لوري د امنيتي ځواکونو شکجنه بشري جنايت ګڼي او وايي چې د جګړې ښکېل لوري دې له نيول شويو کسانو سره انساني چلند وکړي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام