
جوزجان کې ځېنې معلولین سلاموطندار ته وايي، د یو شمېر استفادهکوونکیو کسانو له لوري یوه ټولنه جوړه شوې چې د معلولینو په نوم له ریکشاچلوونکیو نه پیسې ټولوي.
د دوی په وینا، دغه بهیر له لسو کلونو راهیسې دوام لري او دې ټولنې معلولو کسانو سره ان یوه افغانۍ مرسته هم نهده کړې.
د معلولینو شورا د مالي ټولنې مسوول امینالله بابري او د معلولو کسانو په استازیتوب حفیظالله وايي چې دا پیسې د معلولینو په نامه اخېستل کېږي؛ خو ټولې شخصي جېب ته ځي.
د دوی په خبره، په ټول جوزجان کې شاوخوا ۱۰ زره رکشاوې دي چې له هرې ریکشا نه په کال کې ۳۶۰ افغانۍ اخېستل کېږي چې په یو کال کې کال کې ۳۶ لکه افغانۍ کېږي.
د جوزجان یو شمېر مدني فعالان هم مني چې د زورواکیو په همکارۍ یو شمېر ناوړه ګټهاخېستونکي کسان، د معلولو کسانو له نومه په ګټنې په غیرقانوني اخاذیو لاس پورې کوي.
سلاموطندار داسې اسناد ترلاسه کړي چې ښيي، دغه ولایت کې ۱۰زره ریکشاوو څخه ـ چې ورځ کې ورنه پیسې ټولېږي ـ یوازې ۱۵ عرادي ریکشاووې د جوزجان ټرانسپورټ ریاست سره راجستر دي.
جوزجان کې د معلولینو او د شهیدانو د وارثینو ملي ملاتړ ادارې امر عبدالفتاح قاطع سلاموطندار راډیو سره خبرو کې تاییدوي چې یو څو مشخص کسان د معلولینو له نومه په استفادې له دې لارې پیسې ترلاسه کوي.
د ښاغلي قاطع په وینا، دغو کسانو څځه یو شمېر زورواکي او ځايي چارواکي ملاتړ کوي.
د جوزجان والي ویاند فریدون انیق سره لهدې چې دغه ادعاوې نه مني خو وايي، که داسې یو کار شوی وي، وبه څېړل شي او تورن کسان به د قانون مطابق عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
خو محمد ابراهیم غازي چې د معلولینو له لوري په ناوړه ګټې اخېستلو تورن شوی، وايي چې د پیسو ټولول غیرقانوني نهدي او دغه کار د جوزجان د ټرانسپورټ ریاست په همغږۍ ترسره کېږي.





