کابل ښاروالي د سړک سر پلوونکیو سروې پیل کړې

د کابل ښاروالي چارواکي د سړک سر پلورونکیو او کارګرانو چې لومړنیو توکیو ته اړتیا لري، سروې پیل کړې ده.

د کابل ښاروالي ویانده نرګس مومند سلام‌وطندار ته ویلي، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د اړمنو کسانو د پېژندنې په موخه د سړک سر د پلورونکیو سروې پیل شوې ده.

د نوموړې په خبره، د سړک سر پلورونکیو او ګارګرانو له سروې وروسته به په ډاګه شي چې څومره اړمن کسان په کابل ښار کې دي او په وینا یې، حکومت به یې لپاره لازم اقدامات وکړي.

خو په کابل کې ښار کې د سړک سر یو شمېر پلورونکیو سلام‌طندار ته ویلي، د ښاروالي سروې هغه وخت ګټوره ثابتېږي چې دولتي چارواکي خپلې ژمنې عملي کړي.

دوی وايي، که څه هم حکومت په کور د کېناستو امر کړی، خو دوی اړ دي چې د یوې ګولې ډوډۍ د پیدا کولو لپاره پر کورونا ویروس د اخته کېدو ګواښ ومني.

د کابل ښار د سړک سر پلورونکیو جان‌اغا، ناصر او خلیل وايي، بچیان او کورنۍ ور له غاړې ده او نه شي کولی د قرنطین پر مهال په کور کې پاتې شي.

د دوی په وینا، بې‌وسه دي او له کار پرته نه شي کولی ژوند وکړي. دغه کارګر وايي، دولت یې نومونه لیکلي او ژمنه یې ورسره کړې چې لازمې مرستې به ورسره وکړي.

د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي بېړنۍ کمېټې د وړاندیز او د کابینې د پرېکړې له مخې، کابل ښار د درې اوونیو لپاره قرنطین شوی دی.

د دغې پرېکړې پر بنسټ، وزارتونه او ټولې دولتي ادارې هم په کابل ښار او ولسوالیو کې تر درې اوونیو لپاره رخصت شوي دي.

عامې روغتیا وزارت له هېوادوالو غوښتي چې په کور پاتې شي او په غونډو کې له ګډون کولو ډډه وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام