زورواکیو په ننګرهار کې د معلولینو نومرې هم غصب کړي

د ننګرهار ولایت ځېنې معلولین شکایت کوي چې د دولت له‌خوا ورکړل شوې استوګنیزې نومرې یې زورواکیو غصب کړي دي.

دغو معلولینو سلاموطندار ته وویل، په بهسودو ولسوالۍ کې د دولت له لوري ورکړل شوې نومرې یې د زورواکیو او غاصبینو له لوري نیول شوي او ودانۍ یې پرې جوړې کړې دي.

شفیق‌الله او لعل‌زمان چې د نومرو قانوني اسناد هم لري، پر ولایتي ادارې نیوکه کوي چې په خپل وخت یې د دوی غوښتنو ته پام نه دی کړی.

دوی وايي، د بهسودو په قاسم‌اباد پروژه کې یوزرو ۳۳۶ نومرې معلولینو ته ورکړل شوي چې تعرفې په لاس لري، خو زورواکیو نیولي دي.

د معلولینو ټولنې مشر مسعود ساپي سلاموطندار ته وویل، نه یوازې د قاسم‌اباد ښارګوټي نومرې یې غصب شوي، بلکې د ننګرهار په کچه معلولین له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دی وايي، څوځلې ولایتي ادارې ته ورغلي، خو د ستونزې حل له‌پاره غوڅ اقدام نه دی شوی.

د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رییس عبدالحکیم شېرزاد هم د زورواکیو له لوري د معلولینو د استوګنیزو نومرو نیولو په اړه د ولایتي ادارې په چوپتیا نیوکه کوي.

عبدالحکیم شېرزاد وايي، په هماغه وخت کې چې معلولینو ته دغه نومرې ووېشل شوې زورواکیو ترې غصب کړې او ځېنې معلولین دې ته اړل شول چې خپل اسناد وپلوري.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی بیا د معلولینو ستونزې مني او وايي، لنډ وخت کې به یې د سرپنا ستونزه ورحل کړي.

د شمېرو له‌مخې،  ننګرهار کې له درې سوه زره جریبه ډېره ځمکه د زورواکیو له‌خوا غصب شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام