
د تخار ولایت دښتکلا ولسوالي ښاروال او اجرایوي مدیر دغه ولایت کې د نامسوولو وسلهوالو په همکارۍ د بېّځایه شویو کورنیو ۲۴۰ جریبه ځمکه غصب او پلورلې ده.
د دغې ولسوالي اراضي ادارې سږ کال د عقرب میاشتې په ۱۲مه په یوه رسمي لیک کې د څه باندې ۲۰۰ جریبه ځمکې د غصب خبر ورکړی دی.
په دغه لیک کې چې سلاموطندار ته رسېدلی، لیکل شوي، د دښتکلا ولسوالي ښاروال سیدخیرالدین، اجرایوي مدیر نقیبالله او د ښاروالي انجینرانو په وروستیو دوو میاشتو کې ۲۴۰ جریبه دولتي ځمکه په خلکو پلورلې او اوس پهکې کورونه جوړېږي. په لیک کې لیکل شوي چې د یادې ولسوالي ښاروال د رستاق ولسوالي پر بېځایه شویو کورنیو د ځمکو وېش په پلمه، دولتي ځمکې غصب کړي او پلورلې دي.
په همدې حال کې د دښتکلا ولسوالي مدني فعال بشیراحمد بشار هم وايي چې د ځايي ادارې مسوولانو او په مافیايي کړیو د یادې ولسوالي پراختیايي ځمکې پلورلې دي.
د نوموړي په وینا، یوشمېر قومندانان، دولتي مامورین، زورواکان او ان د دولت وسلهوال مخالفان هم په دغه غصب کې شامل دي او اوس یې دېوالونه پهکې پورته کړي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، له تېرو ۳ کلونو راهیسې پهدې ولسوالي کې د دولتي ځمکو غصب کېږي او تراوسه سلګونه جریبه ځمکه غصب او پلورل شوې ده.
موږ هڅه وکړه چې پهدې اړه د دښتکلا ولسوالي ښاروال نظر هم واخلو، خو نوموړی سلاموطندار سره خبرو کولو ته حاضر نهشو. د دغې ولسوالي اجرايوي مدیر نقیبالله د یادو ځمکو په غصب او پلور کې لاس لرل ردوي او وايي چې د دښتکلا ښاروال د ولسمشر ځانګړي فرمان له مخې د رستاق ولسوالي زلزله ځپلو ته ۱۱۸ نومرې ځمکه وېشلې ده.

خو د دښتکلا ولسوال عبدالمناف فیضي وايي چې تراوسه د ولسمشر د یاد فرمان تخنیکي پړاوونه بشپړ شوي نهدي. د نوموړي په وینا، د ۳۰ جریبه ځمکې وېش یې چې د یوې مسلکي لېسې اړوند وه، ځنډولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د تخار د والي مرستیال فرید ذکي هم د روان کال په عقرب میاشت کې دښتکلا ولسوالي ته یو لیک لېږلی و او د یادې ولسوالي له مسوولانو پهکې غوښتل شوي وو چې د دولتي ځمکو له وېشلو ډډه وکړي.





