
د عامې روغتيا وزارت مسوولان وايي، د کورونا ويروس بايد افغانستان کې جدي ونيول شي ځکه چې په خبره يې وضعيت بحراني دی او له ښکېلو بنسټونو غواړي چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
د ياد وزارت وياند وحیدالله مایار نن په يوه خبري ناسته کې وويل، د مسوولو بنسټونو همکاري د ودونو د هوټولو د تړلو ترڅنګ بايد هغه ځايونه هم وتړي چې خلک پهکې راټولېږي.
د مايار په وينا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې هېڅ د کورونا ويروس مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
نوموړی زياتوي، تر اوسه پورې د هېواد په ۲۸ولايتونو کې ۴۴۹ د کورونا شکمنې پېښې ثبت شوې دي چې ډېری يې په کابل او هرات کې دي چې له دې ډلې ۴۱۳ يې منفي او ۲۴ يې مثبتې وې. د نوموړي په وينا، ۱۲ نورې شکمنې پېښې د ازمايلو په حال کې دي او پايلې به يې سباته په ډاګه شي.

د عامې روغتيا وزارت د وياند په وينا، په تېرو څو ورځو کې ۹۵۰کسانو په افغان ـ جاپان روغتون کې د کورونا ويروس د تشخيص لپاره مراجعه کړې ده چې له ډلې يې ۱۲۲ کسان شکمن وو او ۶ نورو يې يا د کورونا ويروس نښې درلودې او يا يې هم ايران ته سفر درلود، قرنطين شوي دي.
په دې ډله کې ۲۵ سلنه يې مېرمنې وې.
دا په داسې حال کې ده چې د کورونا ويروس د نړۍ ۱۷۷ هېوادونو کې خپور شوی دی. ۲۷۷ زره او ۳۷ کسان په دې ويروس اخته شوي دي چې په کې ۱۱ زره ۴۴۲ کسان مړه شوي او ۹۱ زره او ۹۸۶ نور له دې ناروغۍ ښه شوي دي.





