
د هرات د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو رییس جاوېد نادم نن په یوه خبري غونډې کې وویل چې سږ کال ۱۴۶ زره افغانان په زوره او ۲۳۰ زره نور په خپله خوښه له اېران نه اسلامکلا ته را اړول شوي چې د تېر کال په پرتله پهکې سل سلنه ډېروالی راغلی دی.
د نادم په وینا، په یادو کسانو کې ماشومان، ښځې، معلولان، د ډېر عمر لرونکي کسان او یوشمېر معتادان شامل دي. نوموړی زیاتوي، تېر کال ۴۰ زره افغانان په زوره او ۷۰ زره نور هم په خپله خوښه له اېران نه اسلامکلا ته رااړول شوي وو.
په همدې حال کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد له یاد هېواد نه د افغانانو را اېستل د اندېښنې وړ بولي او وايي، افغانان په اېران کې د ناسم اقتصادي وضعیت له کبله خپل هېواد ته راستنېږي.
فرهاد د اېران له حکومت نه هم وغوښتل چې په زوره افغان کډوال له خپلې خاورې را و نهباسي، خو هرات کې د اېران کونسلګري وايي، هغه کسان چې قانوني اسناد و نهلري، راباسي یې.
بلخوا د هرات د کډوالو او بېرته ستنېدونکیو چارو رییس وايي، د دغه ریاست او اراضي ادارې ترمنځ د شوې هوکړې له مخې په یاد ولایت کې د کورنیو بېځایه شویو کورنیو لهپاره ښارګوټی جوړوي.
جاوېد نادم وايي، دغه ښارګوټی به د هرات په یوه ولسوالي کې د ۱۰ زرو کورنیو لهپاره جوړ شي او له یوې تر ۶ میاشتو به د هغو کورنیو په واک کې ورکړل شي چې د بېلابېلو لاملونو له کبله بېځایه شوې وي.





