
د کندهار عامې روغتیا رياست کې د بېړنيو پېښو د چمتووالي مسوول داکټر محمد سرور فېروزي سلاموطندار ته وايي، د کورونا ناروغۍ د معلومولو لابراتوار کې د تشخيص لپاره نور «کېټونه» نهلري او نهشي کارونه يې په ټپه ولاړ دي.
فېروزي وايي، د يادې ستونزې په اړه يې د حکومت مرکزي ادراې ته خبر ورکړی خو تر اوسه يې ځواب نه دب ترلاسه کړی.
دا په داسې حال کې ده چې په کندهار ولايت کې يوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې سره په دې ولايت کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۹۰ ته لوړ شوی دی.
د کندهار يو شمېر اوسېدونکي هم په دې اړه اندېښنه لري او وايي چې دا يوه لويه ستونزه ده.





