
د غور سیمهييز چارواکي وايي، چې د دې ولایت د ساغر ولسوالۍ په شولیج او محراب پنجده سیمو کې دوو ځوانو معتادانو پر نشهيي توکیو باندې د اخته کېدا له امله ځانونه راځوړند کړي او ځانوژنه یې کړې ده.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، چې دغو دوو معتادانو له ډلې یو تنه په خپله له نشهيي توکیو نه د خلاصون پهپار ځانوژنه کړې ده.
خطیبي پر نشه یي توکو د بل یو روږدي د ځانوژنې خبر هم ورکړ، زیاته یې کړه، د نشهيي توکیو د پرېښودلو په اړه د خپلې ښځې زیات فشار د دې لامل شوی، چې ځانوژنه وکړي.
داسې راپورونه هم خپاره شوي دي، چې دغه سړی د خپلې ښځې له خوا د طناب په واسطه وژل شوی دی؛ خو د والي ویاند بیا دا اوازې ردوي؛ وايی چې معتاد شخص د روحي فشارونو له امله ځانوژنه کړې ده.
په ورته وخت کې د غور امنیه قوماندان هم د دوو کسانو د ځانوژنې پخلی کوي او وايي، چې دې دواړو ځوانانو د ساغر ولسوالۍ په داسې سیمه کې ځانوژنه کړې، چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او تر اوسه یې د ځانوژنې دقیقې انګېزې نه دي معلومې.
د هغه په خبره، دوی هڅه کوي، چې د دې پېښې په اړه اطلاعات راپیداکړي.





