بدخشان کې د شاوخوا ۵ زرو بې‌ځایه شویو کورنیو بد وضعیت

د بدخشان د کډوالو چارو ریاست مسوولان په دغه ولایت کې د جګړې له کبله د بې‌‌ځایه شویو کورنیو د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، ستونزې یې حلولی نه‌شي.

د بدخشان د کډوالو ادارې رییس عبدالواحد طیبي وايي، اوس شاوخوا ۵ زره بې‌ځایه شوي په بد وضعیت کې ژوند کوي او له حکومت نه د مرستې غوښتنه کوي.

د نوموړي په وینا، بې‌ځایه شوي خلک خوراکي او سوند توکیو، پاکو اوبو، ښوونځي او روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري، خو په وینا یې یاده اداره د امکاناتو نه موجودیت له کبله ورسره لازمه همکاري کولی نه‌شي.

په همدې حال کې د بدخشان د جرم ولسوالي یو بې‌ځایه شوی سیف‌الدین وايي، په یاده ولسوالي کې یې د طالبانو له لاسه هر څه پرې ايښي او د فیض‌اباد ښار په یوه څنډه کې د ژوند له لوړنیو اړتیاوو او امکاناتو پرته ژوند کوي.

د نوموړي په وینا، ځینې کورنۍ په کرايي کورونو او ځینې هم په خیمو کې ژوند کوي او تمه لري چې د کډوالو چارو اداره به ورسره لازمې مرستې وکړي.

بله‌خوا د بدخشان د ولایتي شورا مرستیال احمدجاوید مجددي هم په دغه ولایت کې د بې‌ځایه شویو له ناوړه وضعیته اندېښنه څرګندوي او وايي، که په ژمي کې ورسره لازمې مرستې و نه‌شي، له جدي ستونزو سره به مخ شي.

نوموړی زیاتوي، حکومت تر اوسه د کډوالو ستونزې حل کړي نه‌دي.

په بدخشان کې د ناامنیو له ډېرېدو او د طالبانو د جګړه‌ییزو سیمو له پراخېدو وروسته، له تېرو څو کلونو راهیسې شاوخوا ۵ زره کورنۍ له خپلو اصلي مېنو کډه کولو ته اړ شوي چې اوس له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام