
په پام کې ده، چې د افغانستان په سویلي؛ پکتیا، لوګر او خوست ولایتونو کې د برېښنا د پايې لګولو کار پېل شي او په شاوخوا یو کال موده کې به دغه ولایتونه له دوامدارې برېښنا برخمن شي.
لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو ته د بريښنا رسولو شبکو جوړولو تړون د بریښنا شرکت او د اسیا پراخیتايي بانک مسوولینو ترمنځ د شنبې ورځ کابل کې لاسلیک شو.
په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د بریښنا شرکت رییس قدرت الله دلاوري وویل، چې ددې پروژو لګښت د اسیا پراخیتايي بانک له وړیا مرستو ورکول کیږي.

نوموړي زیاته کړه، چې یادې پروژې په ټوله کې ۵۵،۸ میلیونه ډالره دي، چې د اسیا پراختیايي بانک له وړیا مرستو تمویلیږي او ددې پروژو په بشپړیدو سره به د لوګر پل علم کې ۱۳ زره کونۍ د ګردیز په وزې او پکتیا ځدراڼو کې ۱۸ زره ۵۰۰ کونۍ او په خوست کې ۱۳ زره کورنۍ له بریښنا ګټه واخلي.
دلاوري زیاته کړه، چې دا پروژې دوه هندي کمپنۍ د څوافغاني شرکتونو په مرسته ډیزاینوي.
ویل شوي یادې پروژې د ۲۰۱۸ میلادي کال ترپایه به بشپړې او ګتې اخیستنې ته سپارل کیږي.
غونډې ته د اسیا پراختیايي بانک استازي توماس پنیلا وویل، چې دوی له افغانستان سره د خپلو مرستو دوام ته ژمن دي.
د پنیلا پروینا، ددې پروژو تطبیق د افغانستان پر اقتصادي وضعیت مثبت اغیز کوي او دغه راز، زیات شمیر وطنوالو ته د کار زمینه هم برابروي.





