د غور معلولانو له تېر یو کال راهیسې خپل حقوق اخیستي نه‌دي

د غور یوشمېر معلولانو او د شهیدانو وارثینو سلام‌وطندار ته وویل چې د دغه ولایت د سیمه‌ييزو چارواکیو ناکارۍ او بې‌غورۍ له کبله یې له تېر یو کال راهیسې خپل حقوق اخیستي نه‌دي.

دوی وايي، یو خوا وچ‌کالۍ، اقتصادي ستونزو او بې‌وزلۍ او سړې هوا له ګڼو سره مخ کړي او بل لوري ته یې چارواکي نن په سبا غولوي او حقونه یې نه ورکوي.

د معلولانو په وینا، څو میاشتې کېږي چې د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست ته ځي او راځي، خو مسوولان یې ورته وايي چې بودیجه نه‌شته او یا هم په مرکز کې ځنډېدلې ده.

په همدې حال کې د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي هم د حکومت پر مرکزي ادارې نیوکه کوي او وايي، په خپل وخت د دغه ولایت د شهیدانو او معلولانو حقوق نه ور لېږي.

د نوموړي په وینا، د دغه ولایت د شاوخوا ۲۰۰ شهیدانو کورنیو د ۱۳۹۶ کال حقوق اخیستي نه‌دي.

خو د غور د کار او ټولنیزو چارو ریاست د معلولانو د ملاتړ امر ګل‌احمد رستمي بیا یاد حقوق د کار سست بهیر، د لارې اوږدوالی، ناامني او د نامسووله وسله‌والو په موجودیت پورې تړلی بولي او وايي چې یادې ستونزې مرکز ته د شهیدانو د کورنیو د راتګ مخه نیسي.

نوموړی زیاتوي، لومړی د امنیتي ځواکونو د شهیدانو کورنیو حقوق ورکوي او وروسته به د مالي کار تر پایه د ملکي شهیدانو د کورنیو حقوق ورکړي. رستمي وايي، اوس‌مهال د ۳۴۸۳ ملکي شهیدانو د کورنیو حقوق پاتې دي چې هغوی ته به یې هم ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د شهیدانو کورنۍ او معلولان وايي، د ژمي موسم په رارسېدو سره یې ستونزې ډېرې شوي او که دغه حقوق ورکړل شي؛، څه‌ناڅه ستونزې به یې حل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام