
دولس ورځې مخکې د یو وسلهوال بريد په پایله کې د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ د شاهمشرف کلي یو تن اوسېدونکی استاد بابا ووژل شو او دوه ځامن یې ټپیان شول.
د دې قتل د عاملینو د نه نیولو له امله د اشکمش ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکیو او د مقتول کورنۍ نن لاریون وکړ.
نن سهار د مقتول یو شمېر خپلوان چې ښځې او ماشومان هم پکې وو؛ د اشکمش د ولسوال د دفتر دروازې ته راغلل او د مقتول د قاتلانو د نیولو او محکمې ته د سپارلو غوښتنه یې وکړه.
لاریونوالو ویل استاد بابا د اشکمش د ولسوال محرابالدین حقجو په امر د هغه د ساتونکي له لوري وژل شویدی او دوه زامن یې ټپیان دي.
لاریونوال وایې چې د لاریون په پراخېدو سره د اشکمش ولسوالۍ په بازار کې د ولسوال کسانو په خلکو ډزې وکړې.
په تخار کې محلي چارواکی وایې چې د اشکمش ولسوال محرابذالدین حقجو نن له غرمې وروسته د تخار مرکز تالقانو ته رالېږدول شویدی.
خو د اشکمش ولسوال محرابالدین حقجو وایې چې په ولسي جرګه کې د خلکو استازي سید اکرام الدین معصومي ته منصوبو ۲۰۰ وسلهوالو پر ولسوالۍ بريد کړیو او د ودانۍ شیشې یې ماتې کړې.
له ډېرو هڅو سره ـ سره بیا هم د ولسي جرګې د استازي سید اکرام الدین معصومي سره په خبرو بریالي نهشو.
خو د تخار د والي ویاند جواد هجري وایې چې نن د اشکمش ولسوالۍ اوسېدونکیو د استاد بابا د وژل کېدو او د هغه د دوه زامنو د ټپیانېدو له امله د دې ولسوالي اوسېدونکیو لاریون وکړ.





