
د بغلان اوسېدونکیو له سلاموطندار سره په خبرو کې وايي چې د معترضانو له لوري د دې ولایت د لویې لارې له تړل کېدلو سره له یوې اوونۍ راهیسې د پلخمري په بازار کې د لومړنیو توکو نرخونه دوه برابره لوړ شويدي.
دوی وايي چې په بازار کې یو من پیاز له ۱۰۰ افغانیو نه ۲۲۰ افغانیو ته او یو کوتۍ رُب له ۷۰ افغانیو نه ۱۳۰ هغو ته لوړ شویدی. د دوی په خبره، په څوو ورځو کې د موټرو کراګانې هم څو چنده لوړې شوېدي.
نږدې یوه اوونۍ مخکې ـ هغه مهال چې د دې ولایت د ولسي جرګې د نوماندانو وروستی نوملړ اعلان شو ـ د څوو ولسوالیو اوسېدونکیو د اعلان شوي نوملړ پر سر اعتراض وکړ او د دې ولایت لارې یې وتړلې.
ورته مطالب:





