غور کې د شاوخوا ۲ زرو کورنیو برېښنا پرې شوې

غور کې د برېښناشرکت مسوول محمدیاسین نورزاد وايي، بنزین نه‌لري او سر له نن شپې د فېروزکوه ښار اوسېدونکیو ته برېښنا ورکولی نه‌شي.

د نوموړي په وینا، له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې د ماشینونو له‌پاره سوندتوکي بازار کې پېرودل چې اوس پوروړي دي او بازار کې یې پېرودلی نه‌شي.

نورزاد زیاتوي، یاده موضوع یې له برېښنا ریاست سره شریکه کړې، خو د هغوی له لوري ورته لارښوونه شوې چې د ماشینونو له‌پاره له بازاره تېل ونه‌پېري. دی وايي، دوی اړ دي چې د تېلو نه لرلو له کبله په خلکو برېښنا پرې کړي.

د غور مرکز فېروزکوه اوسېدونکي دې کار اندېښمن کړي او وايي، یوازینۍ هیله یې د پوزلیچ برېښنا بند جوړول و، خو له تېرو دوو کلونو راهیسې یې کار په ټپه ولاړ دی.

د فېروزکوه ښار اوسېدونکي منصور خسرو او محمدقاسم صدیقي وايي، له څو کلونو راهیسې له ډېزلي برېښنا ګټه اخلي، خو که دا هم پرې ودرېږي، له سختو ستونزو سره به مخ شي.

دوی زیاتوي، د یاد ولایت برېښنا له‌پاره یې ډېرې هڅې کړي، خو هېڅ ګټه یې کړې نه‌ده او حکومت باید ژرترژره د دوی د برېښنا ستونزه حل کړي.

بلخوا د غور ولایت مرستیال او سرپرست حبیب‌الله رادمنش یاده ستونزه د تېلو قرارداد نه‌موجودیت له کبله ګڼي او وايي، د برېښنا ریاست له چارواکیو سره یې په‌دې اړه خبرې کړي او ټاکل شوې له پکتیا ولایت نه یوه اندازه تېل غور ته ولېږدول شي.

غور کې د برېښنا شرکت مسوولان وايي، مخکې یې یوازې د شپې له‌خوا د فېروزکوه ښار اوسېدونکيو ته برېښنا ورکوله او د هر کیلوواټ برېښنا په بدل کې ترې له ۳۰ تر ۶۰ افغانۍ اخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام