
د مخابراتو او مالوماتي تکنالوژي وزیر عبدالرزاق وحیدي نن سه شنبه (اګست ۲۳مه) په کابل کې (د خلاص لاس کړن لارې) په نوم مشورتي غونډې پر مهال وویل، چې اوس په ټول هیواد کې ۴ میلیونه وګړي انترنتي خدمتونو ته لاسرسی لري او د دې کړن لارې په تطبیق سره به تر ۲۰۲۰ م ز کال پورې ۱۴ میلیونه کسان انترنتي خدمتونه لاسرسی پیدا کړي.
وحیدي زیاته کړه، چې ددې کړن لارې پربنسټ به د مخابراتي شرکتونو په زیربناوو کې همغږي رامځته شي.

په همدې حال کې د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد غونډه کې د خلاص لاس کړن لاره پانګونې ته ښه فرصت وباله او زیاته يې کړه، چې د هیواد اقتصادي پرمختګ، د مخابراتي سکتور له ودې او پرمختګ پرته ناشونی دی.
د مراد پر وینا، په هیواد کې اوس هم د مخابراتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی او باید په دغه برخه کې پانګونه زیاته شي.
نوموړي زیاته کړه، چې تر اوسه افغانستان په دغه برخه کې په سلو کې ۲۰ سلنه پرمختګ کړی دی.
د مراد پروین،ا په هیواد کې پر مخابراتو ۲،۵ میلیونه ډالره پانګونه شوې، ۲۰ میلیونه کسان تیلیفون کاروي او اوس مهال ۴ میلیونه کسان په افغانستان کې انترنت ته لاسرسی لري.
د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژي وزارت د مالوماتو له مخې دولت هرکال له مخابراتي سکتوره څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالر عواید راټولوي.





