
د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې مسوولان کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د ۱۳۹۶ لمریز کال د دلوې ۱۱ نېټې پورې، افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري جنایتونو د ۱.۱۷ میلیونو قربانیانو په استازولۍ د جزا نړیوالې محکمې ته د عدالت غوښتنې ۷۹۴ شکایتونه رسېدلي دي.
د دوی په وینا، ټاکل شوې دغه محکمه د ۲۰۱۸ کال د اپریل تر لومړۍ نېټې افغانستان کې د جنګي جرمونو دوسیو څېړلو لهپاره دغه هېواد ته د خپلو څېړونکیو لېږلو په اړه پرېکړه اعلان کړي.
د انتقالي عدالت همغږۍ ډلې غړی رحیم جامي وايي، د جزا نړیوالې محکمې له لوري د جواز صادرول ښيي، چې جګړه ځانته قوانین لري او هڅه کېږي چې له دغو قوانینو څخه هر ډول سرغړونه وڅېړل شي.

د انتقالي عدالت همغږۍ ډلې یوه بله غړې حمیرا ثاقب وايي چې نړیواله محکمه به افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري جنایتونو د ټولو دوسیو له ډلې، یوازې څو محدودې هغه وڅېړي چې د تاوتریخوالي او جنسي تېریو دوسیې هم پهکې شاملېږي.
افغانستان ۲۰۰۸ کال کې د دې محکمې غړیتوب ترلاسه کړ او ټاکل شوې، له دغه کال وروسته به د افغانستان د بشریت ضد دوسیې د جزا نړیوالې محکمې له لوري وڅېړل شي.





