.jpg)
د افغانستان ختیځ کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې هغه اوسېدونکي، چې د پاکستاني توغندیو ویشتو له امله کډوال شوي اوسمهال له بد وضعیت سره مخ دي.
د دوی زیاتره اوسېدونکي د سرکاڼو ولسوالۍ په امن سیمو کې میشت شوې دي.
دغه کډوال وايي، چې د ژمي په سړه هوا کې له سرپناه پرته تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي.
د ویلو ده، چې د روانې میاشتې له شپاړلسمې نېټې راهیسې پاکستانیو ځواکونو د ختیځو ولایتونو ننګرهار او کونړ پر یو شمېر سیمو توغندیز بریدونه پیل کړي دي، چې له امله یې په دواړو ولایتونو کې سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي، یو شمېر کسانو پهکې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ځینې یې ټپیان هم دي.
په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو ګڼ کورونه هم ویجاړ شوي دي.
د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د دغو توپچي بریدونو له امله یوه مېرمن او زوی یې وژل شوي دي.
سلام وطندار د دغې کورنۍ د ژوند د حالت د پوښتنې په پار د هغوی کور ته ورغلی دی.
شاوخوا شپږ میاشتنی حکمتالله هغه ماشوم دی، چې نیږدې یوه اوونۍ وړاندې یې مور او پنځلس کلن تنکی ځوان ورور د پاکستانیو ځواکونو د توغندويي بریدونو له امله له لاسه ورکړل.
خو کله چې دویمه مرمۍ د کور په دروازه کې ولګېده له امله یې د کوچني حکمت الله مور او ورور د تل له پاره دې نړۍ سره مخه ښه وکړه.
د دې ماشوم کورنۍ د سرکاڼو په نولۍ سیمه کې اوسېدل، خو له دغې پېښې وروسته د یادې ولسوالۍ دونهي سیمې ته کډه شوې.

د یادې کورنۍ مشر یارګل وايي، اوس په پردي کرایه کړي کور کې له ستونزو ډک ژوند تېروي.
دی وايي، په دغه کور کې دوه کوټي او دوی پنځه کډې دي، نو ځکه خو یې د ژمي سړې شپې د ماشومانو له سنګېدو خالي نه وي.
یارګل وايي، په خپله سیمه کې ترې پوله، پټي او نور شته د پاکستانیو ځواکونو د توغندیو له امله پاتې شو، چې دوی یې له امله سخت زیان لیدلی.
صاحب زادګل د یارګل ورور او د هغې د وژل شوې اینګور پلار دی، هغه وايي ، په خپل وطن کې د شتو پاتې کېده یې پر یوې خوا؛ خو د ځوانې لور او لمسي وژل کېدو او د نورو دوو لمسیانو ټپي کېدلو په ملا مات کړی.
د کوچني حکمت الله پلار نورزمین وايي، نه پوهېږي چې د مېرمنې له مرګ وروسته به یې د ټپي شوي زوی پالنه څنګه کوي.
د مرمیو له امله د بې ځایه شوې دغې کورنۍ سره د خپلو ماشومانو د راتلونکې غم هم دی، دوی وايي، له ماشومانو یې درسونه نیمګړي پاتې شوي.
دا یوازې د سپین ږيري یارګل کورنۍ نه ده، له ستونزو کړېږي. د دوی له سیمې ۱۳ نورې کورنۍ هم د توپچي بریدونو له ویرې د سرکاڼو نورو سیمو ته کډه شوي، چې د ژوند حالت یې سره ورته دی.
دغه کورنۍ وايي، ولایتي ادارې ورسره یوه اندازه مرستې کړي، خو دغه مرستې ورته بس نه دي.
دغه کورنۍ تر ډېره د سرپناه له نشتوالي سره مخ دي.
د کونړ مرستیال والي قاضي محمد نبي احمدي سلام وطندار سره خبرو کې وویل، د دغو کورنیو حال یې اخستی؛ خو ورسره د لا ډېرو مرستو په اړه یې هڅې ګړندۍ ساتي.
د کونړ ولایت مقام د مالوماتو له مخې تر اوسه د یاد ولایت پر دانګام، سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو د پاکستانیو ځواکونو له لوري شاوخوا درې سوه توغندي ویشتل شوي، چې تر اوسه پکې د دوه وژل شويو او همدومره ټپيانو راپور ورکړل شوی.
د دغو بریدونو له امله تر اوسه شاوخوا ۹۰ کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي، ګڼ کورونه زیانمن شوي؛ که څه هم په ځینو سیمو کې افغان ځواکونو ته د تیارسئ امر شوی، خو لا هم افغان حکومت د دغې مسئلې د ډپيپلوماټیک حل په لټه کې دی.





