د روښنايۍ غورځنګ د رهبرۍ غړي: له خپلو غوښتنو نه تېريږو

د کابل په دهمزنګ سیمه کې په لاریون د برید په ترڅ کې د وژل شویو لاریونوالو د ښخولو په مراسمو کې د روښنایۍ غورځنګ مشرانو وویل، چې دوی له خپلو غوښتونو نه تېریږي او د خپلو غوښتنو له پاره به مدني حرکتونه جاري وساتي.

د روښنایۍ غورځنګ غړي وايي، چې د قربانیانو د کورنیو په خوښې یې د پرون ورځې په برید کې وژل شوي کسان په ډله ییز ډول د امید سبز په ښار ګوټي د قرغ په تپه کې خاورو ته وسپارل.

ولسمشر په یوې خبرپاڼه کې د کابل ښاروالۍ ته هدایت ورکړی دی، چې دهمزنګ څلور لارې د شهیدانو د څلور لارې نوم ورکړي.

افغان ولسمشر غني په خپله وینا کې نن (یک شنبه) ورځ ملي ماتم اعلان کړی دی او د پېښې د څېړلو له پاره یې د لویې څارنوالۍ په مشرۍ ځانګړی کمېسیون ته دنده سپارلې ده.

د روښنايۍ غورځنګ غړی جعفر مهدوی وايي، دوی دغه ځانګړی کمېسیون نه مني او وايي، چې په دې کمېسیون کې باید د دې غورځنګ غړي شامل وی.

پرون ورځ (شنبه) د روښنایۍ غورځنګ زرګونو کسانو د سالنګ له لارې د وارداتي برېښنا مزي د لارې د بدلون په اړه لاریون وکړ او د کابل سړکونو او واټونو ته راووتل.

د کابل ګارنیزون ولسمشرۍ ماڼۍ ته ټولې غځېدلې لارې د کانتینرونو په اېښودلو وتړلې او لاریونکوونکو ته یې د دهمزنګ له څلور لارې د تېرېدو اجازه ور نه کړه.

لاریون کوونکو د دهمزنګ په څلور لارې کې د تحصن خېمې ولګولې، چې دوو ځانمرګو بریدګرو د لاریونوالو په منځه کې ځانونه والوزول.

په برید کې ۸۰ تنه لاریون کوونکي ووژل شول او ۲۰۰ تنه نور هم ټپیان شول.

داعش ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو د پروني برید مسوولیت اخیستی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام