کورونا؛ د ۵۳۱ تازه مثبتو پېښو له ثبتېدو سره ټولې ۸۶۷۶ شوې

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۳۱ نور کسان هم په کورونا ویروس اخته شوي او له دې سره په ټول هېواد کې پر کورونا ويروس  د اخته کسانو شمېر ۸۶۷۶ ته پورته شو.

د ياد وزارت د شمېرو له مخې د ۵۳۱ تازه اخته شويو کسانو له ډلې ۲۷۴ کابل، ۳۵ ننګرهار، ۶۹ هرات، ۵۵ بلخ، ۷ پکتيا، ۱ بادغيس،  ۲۶ وردک،  ۵ لغمان، ۱۳ پروان، ۲ جوزجان، ۲ فراه، ۳ فاریاب، ۱۵ سرپل، ۱۲ پکتيکا او ۱۲ پېښې هم خوست‎ ولايت کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ويروس له کبله  ۶ کسان مړه شوي او ۸ نور بېرته روغ شوي دي چې له دې سره په ټول هېواد کې د مړو شويو شمېر ۱۹۳ او د روغو شويو شمېر ۹۳۸ کسانو ته رسېږي.

روغتیا وزارت یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې خلک د روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي که نه نو روغتونونه او روغتیاپالان به یې په درملنه کې پاتې راشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام