.jpg)
کابلښاریان د ټرافیکي ګڼېګوڼې له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
کله ناکله ډېر شمېر ناروغان په ګڼهګوڼه کې ګیر پاتې او مړه شوېوي، یو شمېر ښايي له ضروري لیدنو کتنو پاتې وي. دغه شان پېښو سره ټول مخ شوي یو.
فقر، زاړه او له منځهتللي نقلیه وسایط، د ځانګړیو تمځایونو نهشتوالی، د وګړیو ډېروالی او د ښاري نقشې نه موجودیت د ټرافیکي ګڼېګوڼې ځېنې لاملونه ګڼل کېږي.
خو په وروستیو کې د کابل ښاروالۍ د کابل ښار په ځېنو ځایونو کې یو شمېر تمځایونه جوړ کړي. که څه هم تراوسه دغه تمځایونه ګټې اخېستنې ته نه دي چمتو؛ خو خلک د ښاروالۍ لهدې ګامه خوښي ښيي.
د کابلښاریانو په اند، ښايي د تمځایونو په مشخصېدلو سره د کابل ښار ټرافیکي ګڼهګوڼه کمه شي.
.jpg)
د کابل دوه اوسېدونکي غفور او واحد وايي، هره ورځ لږ تر لږه دوه ساعته په ټرافیکي ګڼهګوڼه کې تېروي. دوی زیاتوي چې د تمځایونو په فعالېدلو سره خلک باید ځانګړیو ځایونو ته لاړ شي او له بېنظمۍ مخنیوی وکړي.
دوی له کابلښاریانو غواړي چې پرته له تمځایونو هم د موټر لهپاره د سړک یوې غاړې ته تم شي.
دوی د کابل ښاروالۍ له لوري د ټرافیکي ګڼېګوڼې د مخینوي لهپاره د هر اخېستل کېدونکي ګام هرکلی کوي.
لهدې مخکې کابلښار ځانګړي تمځایونه نهلرل. د دې تمځایونو په جوړېدلو سره د ښاریانو او موټرچلوونکیو لهپاره ځانګړي ادرسونه معلومېږي او لهدې سره به د کابلښاریانو یو شمېر ټرافیکي ستونزې کمې شي.





