
طالبانو درې ورځې وړاندې د خاناباد-کندوز پر لویه لار شاوخوا ۳۰۰ ونې چپه کړې. د کندوز یوشمېر اوسېدونکو تازه سلاموطندار ته ویلي چې د طالبانو له لوري پر یادې لارې د ونو پرې کول دوام لري.
د کندوز ښار د لودین سیمې اوسېدونکی عبدالودود سلاموطندار ته ویلي، طالبانو څه موده وړاندې خبرداری ورکړی و چې یادې ونې چپه کړي، کهنه دوی به خپله لاس پهکار شي.
د نوموړي په وینا، طالبانو له تېرو دوو ورځو راهیسې په لودین، ملرغي او خواجه غلطان سیمو کې د خلکو له خوښې پرته شاوخوا زر نورې ونې چپه کړې دي. هغه وايي، د سیمې اوسېدونکي له سر بایللو پرته بله لاره نه لري.
د کندوز د چاپېریال ساتنې رییس حشمتالله جلیلي سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو پر یاده لویه لاره له ۱۰ تر ۱۵ کیلومترو پورې ولاړې ونې چپه کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
هغه وايي، طالبان چپه شوې ونې تر خپل واک لاندې سیمو ته لېږدوي.
د کندوز د والي ویاند عصمتالله مرادي وايي، طالبانو د بشر ضد جنایت کولو ترڅنګ، اوس له طبیعت او چاپېریال ساتنې سره خپله دښمني اعلان کړې او په بېرحمانه توګه سترې سترې ونې چپه کوي.
طالبانو بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پر یادې لویې لارې ولاړې ونې یې د برښنا شرکت په غوښتنه او د سیمې د اوسېدونکو په هوکړه چپه کړې دي. طالبانو ویلي چې یادې ونې د برښنا کېبلونو د سره یوځای کېدو او د برښنا پرې کېدو لامل کېدلې.
خو د کندوز د برښنا شرکت د طالبانو دا ادعا رد کړې ده.





