دولت د هېواد درېیمې رسمي ژبې ته پام نه‌کوي

د اساسي قانون په شپاړسمه ماده کې راغلي، چې پښتو او دري د هېواد لومړۍ او دویمې او اوزبیکي، ترکمني، پشه‌يي، نورستاني، پامیري او نورې ژبې د افغانستان درېیمه درجه رسمي ژبه دي.

خو ژبني اقلیتونه د دوی مورنیو ژبو ته د نه پام له امله، له دولته خوشاله نه‌دي.

د علومو اکاډمۍ د اوزبیکي ډیپارټمنټ غړی امان رضايي وايي، اوزبیک‌ژبي ماشومان اړ ویستل شوي چې په‌خپلې مورنۍ ژبې نه بلکې په بلې ژبې درس ووايي؛ په‌داسې حال کې چې د خپلې ژبې په اړه هېڅ معلومات نه‌لري.

د ښاغلي ضایي په وینا، سره له‌دې چې د پوهنې وزارت له لوري په اوزبیکي ژبه کتابونه چاپ شوي؛ خو دولت د بېلابېلو پلمو په مطرح‌کولو سره، له یو څوو محدودو سیمو پرته نورو ځایونو کې دغه کتابونه نه‌دي وېشلي.

ښاغلی ضايي له دولته غواړي چې د اوزبیکي ژبې او ادب د ژوندي ساتلو او پرمختګ ته پام وکړي.

د علومو اکاډمي بل غړی خیرمحمد حیدري چې د پامیري ژبې ژوندۍ ساتلو له‌پاره هڅې کوي، وايي چې تر اوسه په پاميري ژبې د ښوونځي هېڅ کتاب په نه‌دی چاپ شوی.

د ښاغلي حیدري په خبره، تېرو کلونو کې یوازې د پامیري ژبې د الفبا کتاب، د ژب‌پوهنې کتاب او د پامیري ژبې پرتلیز کتاب، یوازې په پښتو ژبې تالیف او خپاره شوي‌دي.

د علومو اکاډمي دغه غړی له دولته غواړي، د هېواد پامیري ژبو له‌پاره په‌خپلې مورنۍ ژبې د زده‌کړې زمینه برابره کړي.

ښاغلی لاموال هغه څوک دی چې شل کاله کېږي، د پشه‌يي ژبې بډایه کولو له‌پاره کار کوي. هغه وايي، د یونسف او پوهنې وزارت په مرسته توانېدلی چې د پشه‌يي ژبې او فرهنګ په اړه ۲۲ کتابونه ولیکي او چاپ کړي.

د ښاغلي لاموال په وینا، سره له‌دې چې د ښوونځي له لومړي ټولګي تر دولسم پورې کتابونه په پشه‌يي ژبه هم لیکل شوي؛ خو تراوسه نه‌دي وېشل شوي.

د مورنۍ ژبې نړۍواله ورځ وروسته له هغې رامنځته شوه چې ۱۹۵۲ کال کې د بنګله‌دېش نننۍ پلازمېنې د ډاکا ښار بېلابېلو پوهنتونونو زده‌کړیالانو سوله‌ییز لاریون وکړ؛ خو د پولیسو تر ډزو لاندې راغلل.

د ډاکا ښار زده‌کړیالانو چې هغه وخت ورته ختیځ پاکستان ویل کېد؛ هڅه کوله چې بنګالي ژبه د پاکستان له اردو ژبې وروسته د دويمې رسمي ژبې په توګه وپېژندل شي.

له پاکستانه د بنګله‌ېش له خپلواکۍ وروسته، یونسکو سازمان د ۱۹۹۹ کال د نوامبر په ۱۷، د فبروري ۲۱مه د مورنۍ ژبې نړۍوالې ورځ په نوم یاده کړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام