یوناما: د فساد پروړاندې مبارزې د ډېرو افغانانو پر ژوند اغېز نه‌دی کړی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) په یوه تازه راپور کې وايي چې په افغانستان کې د فساد پروړاندې مبارزې د ډېر شمېر افغانانو پر ژوند اغېز نه‌دی کړی. د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د فساد پروړاندې د مبارزې تګلارې د پرمختګ دوام، تلپاتې تمرکز او هڅو ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په دغه راپور کې ویلي، «په افغانستان کې د فساد پروړاندې مبارزه اوس هم اساسي اړتیا ګڼل کېږي. ملګري ملتونه په‌دې برخه کې د شویو پرمختګونو هرکلی کوي، خو د ژمنتیا، حساب‌ورکونې او روڼتیا د اصولو په برخه کې باید ټول افغان بنسټونه د ټولنې له ټولو اړخونو سره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.»

په دغه راپور کې چې «د فساد پروړاندې د افغانستان مبارزه: د سولې او ثبات لپاره بنسټیز کار» په نوم خپور شوی، هغه پرمختګونه تر څېړنې لاندې نیولي چې افغانستان د فساد پروړاندې د مبارزې لپاره اصلاحات رامنځ‌ته کړي دي. دغه راز یې د فساد پروړاندې د مبارزې په برخه کې د افغان بنسټونو د ملاتړ لپاره یې ځینې وړاندیزونه چې له مخې یې اړ دي چې هره ورځ له دې ګواښوونکې مسلې سره مخ شي، هم وړاندې کړي دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي چې «فساد د قانون حاکمیت کمزوری کوي او نورو جنایتونو ته لار هواروي چې د هغې خبیثه کړۍ د جوړېدو لامل کېږي چې له سزا نه د معافېدو کلتور پیاوړی کوي.»

یاماموتو زیاته کړې، فساد ان د سولې پروسه هم له ګواښ سره مخ کوي؛ په داسې حال کې چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د خبرو اترو حل‌لاره باید پر رښتینولۍ او عدالت ولاړه وي.

په دغه راپور کې یاده شوې چې د فساد پروړاندې د مبارزې په برخه کې د اوسني دولت هڅو د ډېر شمېر افغانانو پر ژوند اغېز نه‌دی کړی او په حقوقي او د پالیسۍ په برخه کې له اصلاحاتو سره سره، فساد اوس هم تلپاتې سولې او ثبات ته د افغانستان د رسېدو پر لاره اساسي خنډ دی.

دغه بنسټ دغه راز وړاندیز کړی چې افغان حکومت باید اوسنیو لاسته‌راوړنو ته په کتو یوه اوږدمهالې تګلاره جوړه کړي او د فساد پروړاندې د مبارزې لپاره ملي اراده وکاروي.

تدامیچي یاماموتو په روان او تېرو کلونو کې د بنسټیزو اصلاحاتو لپاره د دولت هځې ستایلي او اړوندې ادارې یې نورو اصلاحاتو ته هڅولې دي.

نوموړی دغه راز راتلونکې ټاکنې هم له تېرو تجربو نه د ګټې اخېستنې په برخه کې یوه ازموینه بولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام