
د لوګر، خوست، بلخ او پکتیکا ولایتونو په اټکلیزه توګه زرګونو اوسېدونکو نن (یکشنبه می ۱۵مه) په بېلابېلو لاریونونو کې له حکومته وغوښتل، چې له ترکمنستانه د برق واردولو پروژه دې ژر تر ژره تطبیق شي او مزی يې باید د سالنګ له لارې تير شي.
د بلخ لسګونو اوسیدونکو نن په دغه ولایت کې د ولایتي شورا ودانۍ مخې ته لاریون وکړ او د "رڼايې خوځښت" څخه په ملاتړ سره یې له حکومته وغوښتل، چې د هېواد مرکزي اوسیدونکو غوښتنو ته دې پام وکړي.
دغو اوسېدونکو د لاریون پرمهال په یاد ولایت کې د ولایتي شورا ودانۍ مخې ته د "عدالت، عدالت" شعارونه ورکول.
دوی دولت ته خبرداری ورکړ که د رڼايي خوځښت غوښتنو ته پام و نه شي دوی به په پراخو مدني مخالفتونو لاس پورې کړي، چې ناوړه پایلې به ولري او مسولیت به یې د ملي یووالي حکومت پرغاړه وي.
لاریون کوونکو بلخ ولایت کې د یو پنځه ماده ییز پریکړه لیک په خپریدو سره له دولته وغوښتل چې " د لوی پروګرام " سره دې د بریښنا په ۲۰ کلن ماسټر پلان کې محروم ولایتونه لکه نورستان، دایکندي او غور هم شامل کړي.
بل خوا په غزني کې هم سلګونو لاریون کوونکو د لاریون پرمهال له حکومت وغوښتل، چې د ترکمنستان څخه دې د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا مرکزي ولایتونو ته هم ورکړي.
بل خوا نن د لوګر د ځوانانو ټولنیزې اوکلتوري ټولنې غړیو، د لوګر سلګونه اوسیدونکو، مشرانو، ځوانانو، د ولایتي شورا غړو او مدني فعالانولوګر ته د لېږدونکې برېښنا د مسیر د بدلولو د هڅې او په لندن کې د ولسمشر غني د سپکاوي پر ضد سوله ییز لاریون وکړ.

لاریونوال چې د کابل ګردیز لویه لاره يې د ۳ ساعتو له پاره په محمداغې ولسوالۍ کې تړلې وه؛ لوګر ته د لېږدونکې برېښنا د مسیر د بدلولو هڅه يې د «پردیو توطیه» او د دوی له خوا د قومونو او ولسونو تر منځ د نفاق د رامنځته کېدو هڅه وبلله.
دوی د ولسمشر اشرف غني پر وړاندې د لندن په غونډه کې شوی سپکاوی وغانده او هغه يې د سیمې د هېوادونو او «پردیو» ته د وفادارو کړیو یو پلان شوی عمل وباله.
لاریون کوونکو په ځانګړي ډول د افغان حکومت د یو شمېر چارواکو کریم خلیلي، سرور دانش، حاجي محمد محقق او صادق مدبر پر ضد هم شعارونه ورکړل.
لاریونوالو د لندن په کنفرانس کې د ولسمشر پر ضد د څو تنو څرګندونې ټول ملت ته سپکاوی وباله او ټېنګار يې وکړ، چې په دې کې هم د دوی په وینا د یو شمېر قومي «ټیکه دارانو» لاس و.
د لاریون یو تن ګډون کوونکی محمد صالح وویل، چې د دوی لاریون د هغو کړیو پر ضد دی چې د افغانستان په ورونو ملیتونو کې نفاق ته لمن وهي.
لاریونوالو په ټېنګار سره ویل، چې په هیڅ قیمت به چاته اجازه ور نه کړي، چې د خوست په ګډون د دولسو ولایتونو ته د لېږدونکي برېښنا مسیر بدل کړي.
یاده دې وي، چې د برېښنا د مسیر د بدلولو د هڅې او د ولسمشر غني پر وړاندې د توهین امیزو کلمو د کارولو پر ضد نن په پکتیکا کې هم لاریون وشو.
دوی هم د سالنګ پر لارې ټينګار وکړ.
په همدې ډول په خوست ولایت کې هم لاریونونه وشول.
د خوست ولایت د ولايتي شورا مشر او د دغه لاریون یو تن ګډون کوونکي عبدالولي واحدزي وویل، چې دوی به هیڅکله هم د سالنګ له لارې تېر نه شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دوی چوپتیا د کمزورۍ په معنا نه ده، بلکې دوی نه غواړي حکومت ته ستونزې جوړې کړي.
له ترکمنستانه افغانستان ته ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا مزی غځول کیږي، چې په دې وروستیو کې یې په اړه د هېواد یوشمیر سیاسي څېرو غبرګونونه را وپارول.
د بامیانو اودایکندي ولایتونو اوسیدونکي غواړي، چې دغه بریښناییز مزی دې له بامیانو کابل ته راشي، خو د خوست، لوګر او لویې پکتیا یو شمېر اوسیدونکي بیا د سالنګ له لارې ددغې بریښناییز مزي په غځيدو ټينګار کوي.
ولسمشر محمد اشرف غني، یوه اونۍ وړاندې یو کمېسیون ګمارلی و، چې دواړه لارې دې په سمه وڅيړي او ددې کمېسیون د کړنو له مخې به حکومت پریکړه وکړي، چې له ترکمنستانه افغانستان ته بریښناییز مزی له کومې لارې ولیږدول شي.





